په عراق کې بمي چاودنو ۷۳ تنه وژلي دي | دويچه ويله پښتو | DW | 17.08.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په عراق کې بمي چاودنو ۷۳ تنه وژلي دي

په عراق کې د پرله پسې بمي بریدونو له امله لږ تر لږه ۷۳ انسانان وژل سوي او څه د پاسه ۱۸۰ تنه ټپیان سوي دي. یوازی په پلازمینه بغداد کې هغه وخت ۳۰ تنه له منځه ولاړل، کله چې د دغه ښار په جنوب کې پر موټر سایکل کې او په شمال کې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي و چاودیدل.

همدارنګه د کرکوک او موصل په ښارونو کې هم ځانمرګو برید کوونکو ډېری انسانان له ځانه سره ووژل او ځینی کسان ئې ټپیان کړل. په مجموعي ډول د دغه هیواد په پنځلسو سیمو کې د چاودنو او نښتو رپوټونه ورکول سوي دي.