1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په عراق کښې د دوو تښتول شويو آلمانانو راتلونکی تر اوسه نه ده معلومه

نن د تښتوونکيو لخوا د هغه اولتيماتوم )آخری وخت ياضرب الاجل( سر ته رسيږی، خو د دوو آلمانانو سرنوشت نامعلومه دی.

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د دوو آلمانو د خوشی کولو لپاره نه ستړی کېدوونکی کار کوی

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د دوو آلمانو د خوشی کولو لپاره نه ستړی کېدوونکی کار کوی

تښتوونکيو دا گواښ کړی وو، چې که تر نن پوری آلمان د افغانستان څخه خپل عسکر ونه باسی، نو بیا به دوی دغه دوه نيول شوی آلمانان ووژني.

يو شپيته کلنه آلمانئ ښځه چې د دېرو کلنو راهېسی په عراق کښې ژوند کوی د خپل زوی سره يو ځای ، شپږ اونی مخکښې تښتول شوی ده.