1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په عراق کي پارلماني ټانکي پيل سوې

په دغو ټاکنو کي عراقيان د هغو سياستوالو په لټه کي دي، چي د هغوی اړتياو ته پام واړوي: لکه د اوبو او بريښنا ستونزو ته ، امنيتي ناخوال وضعيت ته، کاراو بار او داسي نور مسايلو ته...

د ټولو ګواښونو سره سره عراقيان د خپل نوي پارلمان د ټاکلو لپاره د رايو ورکولو صندوقونو ته روان دي

د ټولو ګواښونو سره سره عراقيان د خپل نوي پارلمان د ټاکلو لپاره د رايو ورکولو صندوقونو ته روان دي

خو که سړي د يکشنبي د ورځي په پارلماني ټاکنو کي د کانديدانو لست ته وګوري په سختۍ سره دغسي سياستوال موندلاي سي. په عراق کي خبره خلکو ته د خدمت پر سر نه ، بلکه د تيلو په دغه شتمن هيواد کي د قدرت پر سره ده.

دغه قدرت د عراق د حکومت اوسني مشر، نوري المالکي، چي ظاهرا د قانون د حاکميت پر بنسټ د يو ولاړ حکومت ادعا کوي، نه غواړي چي داسي په آسانۍ له لاسه ورکړي. د نړيوال کړکېچ په ډله،ISG نومي انستيتوت کي د منځني ختيځ د پروګرام د چارو د رييس مرستيال ،Joost Hiltermann، د کانديدانو لست چي د شخصيتونو او مذهبونو تر زور لاندي جوړ شوي دي، د عراق د پارلماني ټاکنو لپاره يو ګواښ ګڼي:

«په عراق کي ستونزه دا ده چي دولت شتون نه لري. دلته يو حکومت شته، خو نه دولت. داسي حکومتي ارګان ته شته چي له يو رييس يا له يو حکومت څخه اطاعت وکړي.»

د 2005 کال په پارلماني ټاکنو کي لږ تر لږه دري فرقو، شيعيانو، سنيانو او کردانو يو بل سره سيالي کوله. نن د عراق سياسي منظره له دي څخه هم زيات ټوک توک شوي ده. عراقي ټولن پيژندونکي، فلاح عبدالجبار څرګندوي چي دغه فرقي په خپلو منځو کي هم سره ټوک ټوک دي:

«د کردانو، سنيانو او شيعيانو خپلمنځي اختلافاتو په نتيجه کي بيلابيل قوتونهرامنځ ته شوي دي. خپلمنځي اختلافات دومره زيات دي چي سړي فکر کوي چي د داسي يو جګړي ډګر جوړ شوي چي هر د هر يو په مقابل کي ولاړ دي. په دي وجه راتلونکي حکومت کابو يو افسانه ښکاري. دا چي څو مياتشي به وخت ونيسي چي يو حکومت جوړ شي، خداي خبر دي، خو تر ټولو سخته پوښتنه دا ده چي نه شي د دغو ټاکنو پايلي يوي د زور زيا نيو د يوي نوي لړي پيل وي.»

د عراق لومړی وزير نوري المالکي د رايو ورکولو پر مهال

د عراق لومړی وزير نوري المالکي د رايو ورکولو پر مهال

البته هيڅوک انتظار لري چي د يکشنبي د ورځي له ټاکنو خخه يو اړخ په غښتلې توګه سر راپورته کړي. خو وړاندوينه وايي چي ښايي د لومړي وزير المالکي ډله يا هم د عرا ق د شعيانو او د ايران تر ملاتړ لاندي د امار الحکيم او مقتدا الصدر تر مشريو لاندي د نشنليستانو اتحاد غښتلي پارلماني ډلي وګرځي.

همدا راز د شيعيه مشر اياد علوي تر مشري لاندي د العراقيه ګوند چي په دي ټاکونو يواځني سيکولار ډله ده او ځيني مشهور سنيان هم په کي برخه لري، د برياليتوب چانس لري. دا ښايي په دي وجه چي د هغو عرقيانو شمير وار په وار زياتيږي چي له مذهبي ډلو ناهيلي شوي دي. د کردانو لستونه کيداي شي چي په يو راتلونکي ايتلافي حکومت کي د ترازو د پانګي د برابرولو حيثيت ولري. عراقي ټولنپيزندونکي عبدالجبار وايي : خو دا بايد د اروپايي مادل له ديمورکاسي سره اشتباه نه شي:

« دلته بالقمابل ښايي مونږ له يو داسي وضعيت سره مخامخ شو چي هيڅ ګوند ښايي په نورو باندي خپله اراده تحميل نه کړاي شي. که چير ي مبالغه ونه کړم، مونږ دلته اوس کابو لس ديکتاتوران لرو. خو هر يو په مساوي کچه سره غښتلي دي. دا د دي سياسي اختلاف البته مثبت اړخ دي.»

په بيروت کي د ستراتيژيکي مطالعاتو له انستيتوت څخه، سعد عبدالرزاق په نظر د عراق د ټاکنو9 مليون رايي ورکونکي لا تر اوسه د ديموکراسي بلوغ ته نه دي رسيدلي:

«دا صحيح ده چي مونږ په عراق کي آزادي ټاکني لرو، خو له بده مرغه د سياسي پوهي څخه برخه من وګړي لا تر اوسه نه لرو. هغوي په دي وجه نه ټاکي چي ګواکي د يو کوند پروګرام يي خوښيږي.»

د دي پر ځاي عراقي رايي ورکونکي د خپلو مذهبي يا قومي فرقو اصل ته په پام کي نيولو سره خپلي رايي ورکوي. دغه ډول رايي ورکول د يو راتلونکي عراقي حکومت جوړول نور هم سختوي. هغه څه چي له عراق څخه د امريکايي قواوو وتل به، څرنګه چي جمهور رييس اوباما پلان کړي د روان ميلادي کال په اګست کي له ستونزو سره مخامخ کړي. دا خو پريږده چي د عراق ګاونديان، ايران، سوريه او سعودي عربستان هر يو د خپلو ملګرو ډلو د واکمني د تينګښت په لته کي دي.

Kaspar, Birgit/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل