1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په عراق کي«هدفمن هوايي بريدونه» نوې طرحه نه ده

د هوايي بريدونو تاریخچه ښيي چي د امريکا متحده ايالاتو هغه هوايي حملې چي د «اسلامي دولت» پر ضد په عراق کي پيل سوي دي، له «غير قصدي تاوانونو» سره مل وي. د دغو بريدونو يو ليکلړ:

عراق ۱۹۹۱ م کال

په عراق کي د امريکا جنګي الوتکو اکثرا د شپې له خوا عملیات کول. داسي ویل کیدل، چي په ۱۹۹۱م کال کي د خلیج د جنگ پر مهال، پر عراق باندي هوايي بریدونه به گويا د جراحي عملیاتو په شان دقیق تر سره سي.

د ۱۹۹۱ م کال د جنورۍ میاشتي پر ۱۷ نیټه د امريکا متحده ايالاتو په مشرتوب اتحاد په دې پيل وکړ چي اشغال سوی کویټ د صدام حسین له منگولو څخه خلاص کړي. پر دې سربیره نوموړي اتحاد مځکنۍ قواوي هم په کار واچولې. خو د عراق پر پلازمېنه بغداد باندي بیا هم یوازي هوايي بمبارۍ کیدلې.



په ټلویزيونونو کي به پر مځکه باندي د پيلوټانو دقیقي بمبارۍ ښکاره کېدلې. کله چي د عراق دافع هوا ختمه سوه، نو د دوی د عسکرو له پاره خطر نور هم لږ سو.

خو د ورځي په روڼا کي ښکاره کیدله، چی د دوی د هدفونو تر څنگ شاوخوا ودانۍ هم نړېدلي دي. په دغو بمباریو کي، چی پوځیانو ورته «غیر قصدي تاوانونه » ویل، اکثراً ډیرو ملکي وگړو هم خپل ژوند له لاسه ورکاوه. د دغه جنگ پر وخت مجموعاً تر ۱۰۰زرو اضافه هوايي يرغلونه تر سره سول، چي پکښي ۸۸۵۰۰ ټنه بمونه واچول سول. اټکل کیږي چي په دغو بمباریو کی به تر ۲۰ زرو اضافه ملکيان وژل سوي وي.

کویټ د ۱۰۰ ساعتونو په جریان کي ازاد سو. خو د عراق جمهور رئيس صدام حسین وکولای سول، تر ۲۰۰۳م کال پوري پر قدرت پاته سي. په دغه کال کي امریکایانو بغداد ته هم مځکنۍ قواووي ولیږلې.

کوسووا ۱۹۹۹ م کال

د "Allied Force" یا متحدو قواوو په نامه د ناټوعملیات د ۱۹۹۹م کال د مارچ میاشتي پر۲۴مه نېټه له هغه وروسته پيل سول، چي د خبرو اترو له لاري سوله يیزه موافقه رامنځ ته نه سوه. د دغو «هوايي حملو» هدف دا وو، چي پرکوسووايي- البنیایانو باندي د صربستان د نوو بریدونو مخه ونیول سي.

هوايي يرغلونه په اول سر کي صربي دافع هوا او د کومندو مرکزونو ته متوجه وه، خو وروسته صربي ځواکونه هم په نخښه کړل سول. هغه ځواکونه چي په کوسووا او د صربستان په جنوب کي يې عملیات کول.

تر هوايي بمباريو یوه میاشت وروسته د ناټو رهبرۍ خپل عملیات نورو نظامي تأسیساتو، رسنیو او نورو ستراتیژیکي هدفونو ته هم وغځول. ناټو د خپلو عملیاتو په سر کي لا ویلي ول، چي د ملکیانو لږ تلفات د دوی مهمه غوښتنه ده. خو په دې لار کي د ناټو بریالیتوب تر نن ورځي پوري لانجمن دی. د هغه وخت د امریکا د دفاع وزير ویلیم کوهن ویلي ول، چي فقط ۲۰ «غیر قصدي پيښي» رامنځته سوي دی. خو د Human Rights Watch د ۹۰ دغه ډول پيښو څخه خبره کړې وه، چي تر ۵۲۸ پوري ملکيان پکښي وژل سوي ول.

لیبیا ،۲۰۱۱ م کال

د ۲۰۱۱ م کال د مارچ مياشتي پر ۱۹ مه نېټه په لیبیا کي د نړیوالي ټولني له خوا پوځي عملیات پیل سول. د دغو عملیات اساس د ملګرو ملتونو یو پریکړه لیک وو، چې ښکېلو هيوادونو ته یې اجازه ورکوله، ټول لازم اقدامات ترسره کړي، « څو د ملکي خلگو پر ضد د لیبیا د واکمن معمر القذافي بریدونو ته د پای ټکی کښیږدي.»



ناټو د همدغه کال د می میاشتي پر ۲۵مه نېټه د عملیاتو قومانده پلاس کي واخیسته، د لیبیا هوايي قلمرو یې ممنوعه ساحه اعلان او د وسلو بندیز یې پر ولگاوه. په عین حال کي ناټو پر لیبیا باندي «هدفمنو هوايي بريدونو» ته دوام ورکړ، او۷۷۰۰ بمونه او توغندي یې ورباندي فیر کړل.

د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن د قذافي تر وژل کیدو او عملیاتو تر ختمیدو لږ وروسته وویل، چي عملیات په «ډیر احتیاط» سره تر سره سوي او د ملکي خلکو تلفات پکښې تائيد سوي نه دي. خو د لیبیا حکومت د دې برعکس د زرونو ملکیانو د وژل کیدو خبره وکړه.

بېطرفه سرچینو هم رپوټ ورکړ، چي د بمباريو په نتیجه کي په لسونو ملکیان وژل سوي دي. وروسته ناټو هم خپل نظر کي بدلون راوست او د ملکي خلگو د تلفاتو په اړه یې خواشیني څرگنده کړه. خو د قربانیانو واقعي تلفات به احتمالأ هیڅ وخت معلوم نسي، ځکه چي د افریقا په دغه شمالي هيواد کي تر نن ورځي پوري دښمني ډلي یو د بل پر ضد جنگیږي.