1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په شمال کې لږ شمیر ښځې په رسنیو کې کار کوي

په رسنیو کې د ښځو د حضور کمیدلو، یو شمیر سازمانونه اندیښمن کړي دي. د افغانستان په شمال کې د نۍ په نوم سازمان چې د آزادو رسنیو ملاتړ کوي وايي چې په وروستیو دوو کلونو کې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شمیر کم شوی دی.

This photos show afghan women in society of Afghanistan. AEP , Is an Afghan photo agency that we have contract with them and we have right to publish there photos. Zulieferer: Reza Shirmohammadi Afghan female journalists interview an afghan man in Kabul, Afghanistan. April, 29, 2012 .Photo: Jawad Jalali/ AEP

Bildergalerie Frauen in der Gesellschaft Afghanistan

د مزارشریف په ښار کې د دې سازمان چارواکي وايي چې د ښځو د کار کولو په اړه د یو شمیر کسانو منفي نظر او د هغوې پر وړاندې د ګواښونو شتون د دې سبب شوی دی چې ښځینه خبریالانې په رسنیو کې خپل کارونه پریږدي.

د افغانستان په شمال کې د نی سازمان مشر نورآغا شریفي، وایي: «ښځې له دغه ډول سترونزو سره مخامخ دي. هغوی وخت نا وخت له بیلابیلو آدرسونو څخه ګواښل کیږي او له همدې کبله هغوی د خبریالانو په توګه خپل کارونه پریږدي او نورو کارونو ته مخه کوي.»

ښاغلی شریفي وايي چې هغه ښځي چې په رسنیو کې کار کوي د نورو ښځو ستونزې په ښه ډول درکوي او له همدې کبله کولای شي چې هغه په ښه ډول په ټولنه کې منعکسې کړي. شریفي زیاتوي چې اوس هم په ټولنه کې یو شمیر داسې کسان موجود دي چې په رسنیو کې د ښځو حضور زغملای نه شي.

شریفي وړاندې وایي: «که د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د یوې خپرونې کوربه پخپله ښځه وي، نو هغه کولای شي چې د نورو ښځو ستونزې په ښه ډول منعکسې کړي. خو په ډیرو مواردو کې له یوې خوا کورنۍ نه غواړي چې ښځینه غړې يې په رسنیو کې کار وکړي او له بلې خوا بیا په ټولنه کې هم د هغوی د کار په مقابل کې ځینې حساسیتونه موجود دي.»

د افغانستان په شمال کې د نی سازمان مشر وایي چې په ۲۰۱۲ کال کې په ټول افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالې ۶۹ پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې څخه یې اووه پېښې د دې هیواد په شمالې کې رامنځ ته شوي دي.

شریفي دې خبرې ته اشاره وکړه چې تر دې مخکې به د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې هم د هغوی د دفتر له خوا ثبتیدي، خو په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کال کې د هغوی له خوا دغه شان کومه پېښه نه ده ثبت شوې. دغه چارواکی د دې کار لامل د ښځینه خبریالانو د شمیر کمیدل بولي.

د نی د دفتر چارواکي وايي چې یو شمیر هغه خبریالان چې ورسره تاوتریخوالی کیږي د دې په خاطر چې په راتلونکې کې له ستونزو سره مخامخ نه شي، پخپله نه غواړي چې شکایت یې په رسمي ډول په کوم سازمان کې ثبت شي.

که څه هم د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته په افغانستان کې د رسنیو سکتور تر بل هر سکتور ډیره وده کړې ده، خو بیا هم هر کال د خبریالانو پر ضد د تاوتریخوالي ډیرې پېښې ثبتیږي او افغانستان اوس هم د خبریالانو له پاره یو خطرناکه هیواد بلل کیږي.