1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په شمالي وزيرستان کي 34 تنه وژل سوي.

د پاکستاني چارواکو په وينا د هغو سختو نښتو په ترځ کي چي د افغانستان پولي ته نژدې په قبايلي سيمو کي د مخاليفو وسلوالو سره سوي د واړو لرو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د پوځ په وينا د وي نه پوهېږي چي په پوسته کي ټول عسکرمړه سوي او که پاته دې

د پوځ په وينا د وي نه پوهېږي چي په پوسته کي ټول عسکرمړه سوي او که پاته دې

د فرانس پريس خبري آژانس د راپور له مخې د پاکستاني چارواکو په وينا په دې نښتو کي 18 تنه پاکستاني عسکر او 16 تنه مخاليف وسلوال وژل سوي دي.
رپوټ مخکي ليکي نښته وړمه ورځ ماښام په شمالي وزيرستان کي سوې.
د پاکستان د پوځ وياند تورنجنرال وحيد ارشد د فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي چي په هغه پوسته کي له 12 څخه تر 16 پوري عسکر د رلودل، خو اوس ورسره اړيکي پرېسوي دي او نه پوهيږي چي څونه تلفات يي ليدلي دي.
په دې وروستيو کي په شمالي وزيرستان کي د دې ته ورتو پېښو خبرونه ډ يرورکول کېږي