1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په شاقه کارونو بوخت نازک لاسونه

د کابل په ختیځ کې د خښتو ډیری بټیۍ پرتې دي چې په کې یو شمیر ماشومان هم کار کوي. دغه ماشومان د افغانستان د ناامنو ولایتونو اصلي اوسیدونکي دي او وایي چې په یوې اونۍ کې تر ۷۰ ساعتونو پورې کار کوي.

د کار نړیوال سازمان په خپلې نوې سروې کې په افغانستان کې د ماشومانو له خوا د شاقه کارونو د تر سره کولو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. د خښتو په دغو بټیو کې د کارګرانو تر نیمایي ډیره برخه ماشومان دي چې عمرونه یې تر څوارلسو کلونو کښته دي.

د کارګر ماشومانو په اړه دلته د انځورونو البوم ووینئ.

د کار نامساعد شرایط

یو شمیر ماشومانو له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دوی د کنړ، نورستان، زابل، غزني، روزګان او غور ولایتونو اوسیدونکي دي. دا ولایتونه د افغانستان له نسبې ناارامه سیمو څخه شمیرل کیږي چې په کې د کار شرایط ډیر مساعد نه دي.

دغه ماشومان له ډیر وړوکوالي د خښتو په وهلو پیل کوي.

دغه ماشومان له ډیر وړوکوالي د خښتو په وهلو پیل کوي.



یو تن ماشوم دویچه ویله ته وویل: «زموږ په خپلو سیمو کې کار نه شته. که هلته کار وای او امن وای دلته نه راتلو. څه وکړو مجبوري ده. په همدې پیسو خپلو کورنیو ته نفقه برابرو. نور څوک نه لرو چې کار وکړي او موږ ته ډوډۍ راکړي.»

دغه ماشومان د خپل کار په بدل کې ډیرې کمې پیسې تر لاسه کوي. یو بل ماشوم وایي: «موږ دلته دولس ساعته کار کوو. په زرو خښتو موږ ته پنځه سوه افغانۍ راکوي.»

د دغو ماشومانو د کار شرایط ډیر سخت دي. د خښتو په بټیو کې تل لوګی وي او دا ماشومان هره ورځ د ۱۲ ساعتونو له پاره په همدې ځای کې کار کوي. د خښتو په دغو بټیو کې د هلکانو تر څنګ یو شمیر نجونې هم په کار مصروف دي. ویل کیږي چې دغه ماشومان له ډیر موشوموالی څخه په دې کارونو پیل کوي.

چاپیریال ته ګواښ

د ده سبزو سیمه چې یو مهال د شنو باغونو او تفریح ځایونو مرکز بلل کیده اوس د خښتو پخولو په یو یوې لویې کارخانې بدله شوې ده. دغه سیمه په یوه ډول تور لوګي کې پټه ده چې د سیمي د اوسیدونکو پر وینا د کارګرو ماشومانو تر څنګ يې د دوی روغتیا ته هم سخت ګواښ متوجه کړی دی.

حاجي ذفتو خان په همدې سیمه کې د خپل ژوند ډیره برخه تیره کړې ده. هغه دویچه ویله ته وویل چې د چاپیریال ساتنې ادارې ته یې له دې کبله شکایت کړی دی خو هغوی تر اوسه پورې په کوم عمل لاس نه دی پورې کړی.

هغه زیاته کړه: «د ده سبز ټول چاپریال دغه لوګي خراب کړی دی. موږ ته یې ستونزي جوړې کړي دي. روغتیا مو خرابه شوې ده. ماشومان مو ناروغ دي، او کرهنې او باغداري ته مو هم زیان رسیدلی دی.»

په همدې حال کې د چاپریال ساتنې اداره وايي چې دوی د خلکو له ستونزو او په دغو بټیو کې د کارګرو ماشومانو له حال څخه خبر دي خو دوی اجرايي ځواک نه لري چې په دې سیمه کې د خپل سریو او د هوا د ککړونکو کسانو مخه ونیسي.

د دې ماشومانو روغتیایي وضعیت ډیر خراب وي.

د دې ماشومانو روغتیایي وضعیت ډیر خراب وي.



د دغې ادارې مرستیال ښاغلی ملکیار، وايي چې پر دغه سیمه باندې د کابل ښاروالۍ کمزورې څارنه د دې لامل شوې ده چې په دې سیمه کې د خښتو د پخولو بټیۍ د سون له خطرناکه موادو څخه کار واخلي.

ملکیار زیاتوي: «په دغه برخه کې د کابل ښاروالۍ دنده لري چې د دغو خپل سریو مخه ونیسي. دلته په پټه هغه د سون توکي سوځول کیږي چې ډیر خطرناکه وي او د روغتیا له پاره جدي زیان رامنځ ته کوي. د قانون له مخې باید دغه کسان مجازات شي چې له بده مرغه دا کار نه کیږي.»

اوس په افغانستان کې یو نیم میلیون ماشومان په سختو کارونو بوخت دي. که څه هم یو شمیر د ماشومانو د حقونو مدافع ټولنې وایي چې په وروستیو کلونو کې د افغان ماشومانو په برخه کې ډیرې مرستې او هڅې شوې دي، خو لا هم د هغوی د ښې راتلونکې په اړه اندېښنې پر ځای پاتې دي.