1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

په سويډن کي د مهاجرو ډېرښت او د کار کمښت

انیتا مورا چې ۴۳ کاله دمخې له یونان څخه سویدن ته راغلې ده، وايي د سویدن اصلي اوسیدونکي د هغې له سیمې کډه شوي دي. هغه د سویدن د مالمو ښار په روزینګارد سیمه کې اوسیږي او وایي ځینې بیکاره ځوانان تل د سرک شاوخوا ته ولاړ وي.

Schweden Flüchtlinge in Malmö

انځور له ارشیف څخه

د مهاجرت په اړه نور معلومات زموږ په ځانګړې پاڼې کې ولولئ:

د سویدنیانو او مهاجرو تر منځ د تبعیض ډیریدل د سویدن له پاره یوه ستره ستونزه ده. سویدن له څو لسیزو راهیسي د دې هیواد د مساوات په پالیسیو ویاړي او په دغه هیواد کې ډېر کوچني کارونه د دې له پاره له منځه یوړل شوي دي چې ورسره په ټولنه کې ټیټه طبقه هم له منځه یوړل شوه.

د مهاجرو په ادغام کې د سویدن پاته راتلل د دې هیواد خلک او تګلاره جوړونکي بوخت کړي دي او اوس دا هیواد غواړي ډېرو مهاجرو ته پناه ورکړي او د وخت په تیریدو سره به دا مهاجر هم کار ته ضرورت پیدا کړي، څو په ټولنه کې ادغام شي.

ډیر خلک دا فکر کوي چې دا شمیر مهاجر به د سویدن د کار په بازار کې چې پر تکنالوژۍ او معلوماتو ولاړ دی، کوم ډول کار وکړي؟ د ډېرو مهاجرو د سواد کچه کښته او يا بې سواده دي.

انیتا مورا چې نیمه پیړۍ وړاندي سویدن ته راغلې وه وايي د تولیداتي دندو له منځه وړولو د نوي راغلو مهاجرو له پاره د کار پیدا کول سخت کړي دي. هغه وايي: «چيري چې زه اوسیږم د شپې له خوا ډیر بیکاره ځوانان ولاړ وي».

۸۱ کلنه مورا وایي: «زه اوس خپل ګاونډيان نه پیژنم».

د دې کال تر پايه پورې اټکل شوی دی چې سویدن ته به ۱۹۰ زره مهاجر ځان ورسوي

د دې هیواد لومړي وزیر ستیفان لوفوین په دې اوونۍ کې د سویدن د پناه غوښتني په قانون کې د سختو بدلونونو اعلان وکړ چې د مهاجرو د راتګ کچه به ټیټه کړي.

د دندو پر کمښت سربیره، د ادغام په بهیر کې مهاجر له ځینې نورو ستونزو سره هم مخامخ دي. د ژبې زدکړه، په لویو ښارونو کې د استوګنځای پیدا کول او همداراز له مهاجرو سره د تعصب ډیریدل له دي ستونزو څخه دي.

د سویدن احصایې د معلومات له مخې تر اوو کلونو وروسته ۵۰ سلنه مهاجر په دې هیواد کې بیکاره وي او همداراز یوازي ۶۰ سلنه تر ۱۵ کلنو وروسته کار پیدا کوي.

اندریس بیرغ چې په لند پوهتنون (Lund University) کې د اقتصاد په برخه کې همکار استاد دی وايي: «د وړو دندو له منځه وړل، چې موږ پخوا فکر کاوه د سویدن له پاره ښه دی، اوس زموږ له پاره تر ټوله لویه ستونزه ګرځیدلې ده.» هغه زیاتوي: «له بده مرغه دا ډول دندې هغه څه دې چې له بې وزله هیوادونو څخه راتلونکو کم سواده مهاجرو د کار بازار ته د ننوتلو له پار ورته اوس اړتیا لرو.»

بې کاره مهاجر د سویدن «د ټولو له پاره د برابرو فرصتونو» له تګلاري سره په ټکر کې دي. د بېلګې په توګه په سویدن کې daycare [ماشومانو ته پاملرنې] ته ډیر اهمیت ورکول کیږي، څو ميندي وکولا شي خپلو دندو ته ادامه ورکړي او د دې تګلاري له کبله له لسو څخه اته ميندي خپلو دندو ته ادامه ورکوي. همدا راز ټولو هغو کسانو ته چې ماشومان لري د ضرورت په نظر کې نیولو پرته مرسته کیږي، پوهنتونونو کې زدکړي وړیا دي او د لوړو او کښته معاشاتو تر منځ توپیر هم ډیر کم دی.

د سویدن مالمو ښار چې د دې هیواد دریم لوۍ ښار دی، ۴۳ سلنه اوسیدونکي يې مهاجر دي چې په وروستیو کې او یا له ډیر پخوا راهیسي په دې ښار کې اوسیږي.

له عراق، سومالیا او افغانستان څخه راغلو مهاجرو د شمیر سره د روزنګارد په شان استوګنې په سیمو کې بې وزلي هم مخ په ډیریدو ده.

Schweden führt vorübergehende Grenzkontrollen ein

انځور له ارشیف څخه

د ټولپوښتنو له مخې سویدن په نړۍ کې د تر ټولو زغم لرونکو هیوادونو له ډلي څخه شمیرل کیږي او ځینې خلک وايي چې همدا د نورو دودونو پر وړاندي زغم کیدای شي په دې هیواد کې د تبعیض لامل وي.

اجي کارلبوم چې د مالمو په پوهنتون کې د انسان پیژندني استاد دی او په روزنګارد ښار کې هم د یو مودې له پاره اوسیدلی دی د دې هیواد د «ګڼو دودونو» تګلاره غندي او وايي چې دا تګلاره مهاجر هڅوي څو «نه یوازي خپل دودونه وساتي، بلکي هغه ته پراختیا هم ورکړي».

هغه وايي: «خلک [مهاجر] په داسې یو قومي دودیزه شبکې کې بندیږي چې د ټولني له نورو برخو سره اړیکه نیول ورته سختیږي».

مورا وایي: «تر دې وړاندي چې نوي مهاجر ومني، سیاستوال باید لومړی د هغو مهاجرو په اړه فکر وکړي چې دلته [په سویدن کې] اوسیږي»؟

خو د ځینو کسانو له پاره بیا د مهاجرو کړکیچ د کارونو د ډېرښت په معنی دی. ۲۰ کلن احسان الدین عباس چې په روزنګارد ښار کې زېږېدلی او لوی شوی دی وایي: «زه د هر ډول کار له پاره درخواست کوم. دا به ډیر ښه وي چې زه له مهاجرو سره د مرستې په برخه کې کار پیدا کړم.»