په سونو پاکستاني کارگر له عربستانه ايستل کيږي؟
۱۳۹۵ مهر ۶, سهشنبهپه سعودي عربستان کې د پاکستان په سفارت کې د ټولنیزو چارو اتاشې عبدالشکور شیخ، له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې د چهارشنبې له ورځې راهیسې به په عربستان کې د بند پاتو مزدور کارانو د بیرته استولو لړۍ پېل شي.
د هغه په خبره تر ۴۰۰ زیات پاکستاني کارگر بیرته خپل هیواد ته استول کیږي، خو په خبره به یې هغوی به تش لاس ستنیږي. تر دې د مخه تر ۲۷۰ زیات پاکستاني مزدور کاران بې له معاشه پاکستان ته ستانه کړی شوي ول.
تر څلورو سوو زیات دغه پاکستاني کارگرو د هغو شپږو زرو کارگرو له ډلي څخه دي چې په سعودي عربستان کې یې د ساختماني چارو مشهور شرکت «سعودي اوجیه» له پاره کار کاوه.
دغو کسانو ته له تیرو اتو یا نهو میاشتو راهيسي معاش نه دی ورکړل شوی. د یادولو وړ ده چې په دغه شرکت کې په سونو هندي او فلیپیني کارکوونکي کارگر بې له معاشونو خپلو هیوادونو ته ستانه کړل شوي دي.
د دغه شرکت خاوند د لبنان پخواني سرمایه دار سعد حریري دی. په ټولیزه توگه په دغه شرکت کې تر۳۰ زرو زیات کار کوونکي اغېز من شوي دي. په سعودي کې د پاکستان د سفارت په وينا د سعودي عربستان حکومت د پاکستاني کارگرو د بیرته ستنولو په برخه کې مرسته کوي او په دې ترڅ کې نورو ۲۰۰۰ کارگرو ته د خروجي ویزې چارې بشپړې شوي دي.
د دغه شرکت نورو ۷۰ پاکستاني کار کوونکو ته په نورو شرکتونو کې د کار کولو زمينه هم برابره شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د نورو سونو پاکستاني کارگرو برخلیک لا نامعلوم دی.
د سعودي اوجیه، په شان شرکتونو له حکومت سره تړونونه لاسلیک کړي دي او د حکومت له لوري د پیسو په ورکړه کې د ځنډ له کبله ورته زیان اوښتی. د سعودي عربستان د حکومت د عاید یوه لویه برخه د اومو تیلو له خرڅلاو سره تړلې ده او په نړۍ کې اوس د تیلو بيي د رالویدو له کبله د سعودي د حکومت په عاید کې هم د پام وړ کمښت راغلی دی.
دا به هم درته جالب وي