1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

«په سونو زره مهاجر حق لري خپلې کورنۍ آلمان ته را وغواړي»

په یوه آلماني ورځپاڼه کې د خپاره شوي رپوټ پر بنسټ نږدې ۲۷۰ زره سوریایې مهاجر حق لري د خپلې کورنۍ نور غړي هم آلمان ته را وغواړي. دا موضوع کیدای شي په آلمان کې راتلونکي ټاکنې تر خپل سیوري لاندي راولي.

په آلمان کې تر راتلونکو انتخاباتو شپږ میاشتې مخکي د دې رپوټ خپریدل کیدای شي په دغه هیواد کې سیاسي او ټولنیزو بحثونو ته لاره پرانیزي.

د «بلډ» ورځپاڼه چې په آلمان کې ډیر شمیر لوستونکي لري د حکومتي اسنادو په حواله لیکلي دي چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې په آلمان کې ۴۳۱۳۷۶  تنه سوریایې مهاجرو د پناه غوښتنه کړې ده. د دغې ورځپاڼي د رپوټ پر بنسټ په دوی کې ۲۶۷۵۰۰ تنه مهاجر یې اوس آلمان ته د خپلو کورنیو د راغوښتلو حق لري.

د رویټرز خبرې آژانس په حواله په دې وروستیو وختونو کې په آلمان کې د مسلمانانو مخالف ښی اړخی ګوند، AFD یا (د آلمان له پاره بدیل ګوند) په محبوبیت کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

خو کیدای شي د دغه رپوټ تر خپریدو وروسته په رامنځته کیدونکي بحث کې دغه ګوند یو وار بیا ځان پیاوړی کړي.

ټاکل شوی ده چې د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۲۴ نیته په آلمان کې ټاکنې ترسره شي. د آلمان له پاره بدیل ګوند AFD د یوې اساسي ټکې په توګه د مهاجرت له موضوع څخه په خلکو کې د خپل ګوند د محبوبیت زیاتولو د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي.

د دغه ګوند یوه لوړپوړي چارواکي الیکزاندر ګاؤلاند، په دومره لوړ شمیر کې د مهاجرو له خوا د خپلې کورنۍ د غړو راغوښتلو پر قانوني حق ډيري سختې نیوکې کړي او دا یې «یو ډول لیونتوب» بللی دی.

ګاؤلاند وایې: «د ماليې په میلیاردونو پيسې ختمیږي او د آلمان د دولت د پرمختیا نظام د یوې کندې پر لور د نږدې کیدو په حال دی.»

د دغي آلماني ورځپاڼۍ پر رپوټ د کډوالو له پاره د المان فدرالي ادارې (BAMF) او د کورنیو چارو وزارت له خوا تر اوسه پوري غبرګون نه دی ښودل شوی.

د آلمان حکومت په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د مهاجرو له پاره د خپلې کورنۍ د نورو غړو د راغوښتلو په خاطر د « فیملیي ری یونین ویزا» پر اجرا کولو د دوو کلونو له پاره بندیز لګولی وو.

خو د داسې مهاجرو له پاره چې د کورنۍ غړي یې په خپل ټاټوبي کې د جګړې، تشدد یا غیر انساني چلند له خطر سره مخامخ وي، په دې بندیز کې نه دي شامل کړای شوي.

 

زموږ له ارشيف څخه:

DW.COM