په سوریه کې اپوزیسون بیا د نښتو خبر ورکړی دئ | دويچه ويله پښتو | DW | 09.06.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په سوریه کې اپوزیسون بیا د نښتو خبر ورکړی دئ

په سوریه کې یو ځل بیا د دولتي ځواکونو او اپوزیسون تر منځ د خونړیو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي. د اپوزیسون د فعالینو په وینا د دولتي ځواکونو له خوا د دیرا پر ښار باندې د گولیو د ورولو له امله ۲۰ تنه وژل شوي دي.

په سوریه کې د بشري حقونو څارونکي اداری خبر ورکړی دئ چې یاغیانو بیرته پر دولتي ځواکونو باندې جوابي بریدونه تر سره کړي دي. په سوریه کې د روان تاوتریخوالي له امله دې خبرو زور اخیستې دئ چې نړیواله ټولنه باید د سوریې پر وړاندې سخت گامونه پورته کړي.