1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په سوریه کي د زورزیاتیو په ترڅ کي ۱۳۵ تنه وژل سوي دي

د اپوزیسیون په حواله یوازي پرون دوشنبه په سوریه کي د حکومتي عسکرو له خوا ۱۳۵انسانان وژل سوي دي. زیاتره دغه کسان د مخالفینو په اصلي مرکز حمص ښار کي وژل سوي دي. ویل کیږي چي هلته په یوه نظامي پوسته کي ۶۴ ملکي کسان چي ښځي او کوچنیان هم پکښي شامل ول، ویشتل سوي دي.

خو د دغي خبري بې طرفه تائید تر اوسه پوری نه دی موجود. په دې ترڅ کي اروپايي ټولني پر سوریې باندي نور بندیزونه هم لګولي دي. یعنی دا چي پس له دې د سوریې هوايي شرکتونه اجازه نه لري چي اروپا ته سفر وکړي او د سور يې د مرکزي بانک سرمایه ئې هم په اروپايي ټولنه کي کنګل کړه.