په سوريه کي ۱۰۶ تنه انسانان وژل سوي دي | دويچه ويله پښتو | DW | 17.01.2013
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په سوريه کي ۱۰۶ تنه انسانان وژل سوي دي

ویل کیږي چي د سوريې حکومتي ځواکونو په حمص کښي د عملیاتو او تلاښیو پر وخت ۱۰۶ انسانان وژلي وي. دغه خبر د پنجشنبې په ورځ په لندن کښي د بشر د حقوقو سازمان له سیمي څخه د معلوماتو پر بنأ ورکړی دی. د دغه رپوټ پراساس د تیري سه شنبې په ورځ عسکرو د خپلو تلاښیو پر مهال د حمص د باستین ال حسویه په ناحیه کښي ډیرو کورو ته اورونه واچول، چي پکښی ډیري کورنی له منځه ولاړې. د فعالینو په خبره په وژل سوو کسانو کښي کوچنیان هم شامل دي.