1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په سوريه کي د زور زياتيو لړۍ پای نه لري

د روژې مياشت او د اختر رخصتي هم د سوريي پر خلکو په وير او غم تيري سوې. ددې اونۍ پيل تر بل هر وخت خونړی و. د سوريي د بشري حقونو د فعالينو د ويناوو له مخي يوازي پرون لږ تر لږه 24 کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د سوريې پوځ

د سوريې پوځ

د شپږو مياشتو را په دې خوا چي د ولسمشر بشارالاسد د رژيم پر ضد  احتجاجونه پيل سوي، داسي ورځ نه يي، چي د سوريي عام ولس د خپلو خپلوانو د وژل کيدو له امله په وير تيره نه کړي.

 

د ملګرو ملتو د احصايي له مخي د مارچ د مياشتي را په دې خوا تر اوسه پوري د رژيم په زور زياتيو کي لږ تر لږه ۲۲۰۰ تنه وژل سوي دي. د اونۍ د پيل مرګ ژوبلي په داسي وخت کي رامنځ ته سوي، چي د سره صليب د نړيوالي کميتي مشر ياکوب کيلنبرګر دمشق ته تللي او د دغه هيواد د بهرنيو چارو له وزير، وليد المعلم سره يي وليدل ترڅو د هغه حکومت قانع کړي چي  لږ تر لږه  ټپيانو او زندانيانو ته د روغتيايي مرستو د رسولو امکانات برابر کړي. 

 

دغه راز دمشق موافقه کړي چي د عربي ټولني استازي ته هم اجازه ورکړي چي له سوريي څخه ليدنه کتنه وکړي.

 

خو د بشري حقونو فعالين شک لري چي د دغو لوړ پوړو چارواکو ليدني کتني دي د احتجاج کوونکو پر ضد د رژيم په  پاليسي کي کوم بدلون رامنح ته کړي.

 

د سوريي دولتي خبري آژانس، SANA،  پرنيو احتجاجونو ته په اشارې سره رپوټ ورکړ چي «يوې وسلوالي ترهګري ډلي» د سوريې په مرکزي برخو کي په يو بس موټر بريد وکړ او ۱۲ سرتيري يي ووژل.

 

د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخي د بهرنيو چارو وزير، المعلم  د سره صليب د نړيوالي کميتي رئيس ته ژمنه وکړه چي حکومت د امن د اعادي او د ثبات په تينګښت کي خپلي هڅي کړي او کوي يي او سربيره پردې د هغو اصلاحاتو په پلي کولو لګيا دي چي د ولسمشر بشار الاسد له خوا اعلان سوي.

 

خو نه د سوريي د حکومت مخالف احتجاج کونکي او نه هم د بشري حقونو فعالين د حکومت پر دغو ژمنو باور لري.

 

د بشار الاسد د رژيم پر ضد د لويديځي  نړي بنديزونو هم تر اوسه پوري کومه اغيزه نه ده کړي.

 

روسيه د سوريي تر څنګ ولاړ ده. هغه د بنديزونو مخالفه ده اوغندي يې. سوريي ته د وسلو د ستر صادرونکي په توګه مسکو په ښکاره نعرې وهي چي تجارتي بنديزونه او تعزيرات  رواني ستونزي نه سي حل کولای.

 

د ليبيا پر خلاف د سوريي احتجاج کوونکي ددې مخالف دي، چي د هغوی په هيواد کي دي بهرنۍ مداخلې وسي. په داسي حال کي چي هغوی خپلو سوليزو مظاهرو ته غواړي دوام ورکړي، د غوښتنو لهجه يي وار په وار تنديږي. لکه څنګه چي دمشق کي اوس هغوی د رژيم د نسکوريدو او د بشار الاسد د اعدام غږ پورته کړی.

 

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM