1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانګړې پاڼه

په سوريه کي د زهرجن گاز د استعمال په اړه يقين

د امريکا متحده ايالات او نور غربي هېوادونه په لا څرګند ډول د سوريې پر مشرتابه باندي دمشق ته څېرمه د زهرجنو ګازو د استعمال پړه وراچوي. روسيه په دې ترڅ کې هڅه کوي چې د اسد رژيم بې ګناه ثابت کړي.

WASHINGTON, DC - AUGUST 26: U.S. Secretary of State John Kerry delivers a statement about the use of chemical weapons in Syria at the Department of State August 26, 2013 in Washington, DC. Kerry said that chemical weapons had been used to kill scores of people during the ongoing civil war in Syria and that the government of President Bashar al-Assad had used shelling to destroy the evidence. (Photo by Chip Somodevilla/Getty Images)

John Kerry zur Lage in Syrien 26.08.2013

د امريکا متحده آيالات د بهرنيو چارو د وزير، جان کېري په خبره تقريباً دې نتيجې ته رسېدلي دي چې د سوريې رژيم زهرجن ګاز استعمال کړی دی. کېري د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چې څېړنې لا دوام لري، خو د سوريې پر مشرتابه يې تور ولګاوه چې پنځه ورځې يې د ملګرو ملتونو څارونکي هغې ساحې ته نه ول پرې ايښې چې زهرجن ګاز پکې په مشکوک ډول استعمال شوی دی.

سربېره پر دې دمشق په دغه سيمه کې د نورو وسلو د ډزو له لارې شواهد او نخښې له منځه وړي دي. کېري زياته کړه: «دا هغه کړه وړه نه دي، چې يو عادي حکومت چې نه غواړي يو څه پټ کړي، يې تر سره کوي.»

اخلاقي ناوړه عمل

د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير په څرګند ډول ونه ويل چې د اسد رژيم تېره اوونۍ دمشق ته څېرمه کيمياوي وسلې استعمال کړې وې چې په سونو انسانان پکې ووژل شول. خو کېري دا هم بې له شکه څرګنده کړه چې واشنګټن لږ تر لږه په دې نظر دی. ويې ويل چې د سوريې حکومتي ځواکونه د کيمياوي وسلو پراخې زېرمې لري، چې د امريکا متحده ايالات او نړيواله ټولنه ورته بايد د ده په اند ځواب ووايي.

«سره کرښه»

کله چې بارک اوباما د ۲۰۱۲ کال په دوبي کې په لومړي ځل «سره کرښه ياده کړه، يوه خبره څرګنده وه: که د اسد رژيم په رښتيا سره د کيمياوي وسلو له خپلې پراخې زېرمې څخه کار واخلي، نو د امريکا متحده ايالات به بې تفاوته پاته نه شي. اوس تقريبا يو کال وروسته دغه سره کرښه په څرګند ډول شا ته پرېښودل شوې ده، چې کېدای شي څو ځلې هم ورڅخه سرغړونه شوې وي. ډېر وخت داسې ښکاره کېدل چې د امريکا د ولسمشر ګواښونه به کوم عمل په ځان پسې ونه لري، خو اوس داسې برېښي چې بل انتخاب نور نه شته، وروسته له دې چې د اګست د ۲۱مې نېټې د مشکوک زهرجن ګاز بريد په پايله کې وېرونکي انځورونه خپاره شول.

خو کومه خبره زيات اهميت لري؟ هغه ناوړي پېښي چې تقريبا ۱۰۰۰۰ کيلومتره لېرې واقع کيږي يا د خپل ولس غوښتنې؟ د تازه نظر پوښتنو له مخې امريکايان نه غواړي چې نور جنګونه هم وزغمي. يوه لاروۍ په دې هکله وايي: «زه فکر کوم چې د امريکا متحده ايالات بايد په مسئولانه توګه له پوځي ملاتړ څخه کار واخلي او هغه سم وڅاري. اوسنۍ کړنلاره ناسمه ده.»

يو بل لاروی په سوريه کې مداخله يوازي په دې شرط مني چې «ملګرو ملتونو ورته اجازه ورکړې وای او که دا کار ممکن نه وي، نو يو اييتلاف دې رامنځ ته شي.»

د ملي ګټو ساتنه

هغه اصطلاح چې په واشنګټن کې تل اورېدل کيږي د «ملي ګټو» خبره ده. ولسمشر په خپله تر ټولو تازه مرکه کې ويلي دي چې دی «ډېر شعوري عمل» تر سره کوي «چې له مخې يې موږ له خپلو ملي ګټو سره سم عمل تر سره کوو او سم سنجش لرو چې زموږ اهداف په سوريه کې څرنګه مخ ته بيولای شو.»

خو د امريکا متحده ايالاتو ملي ګټې او علاقې په دغه سيمه کې څه دي؟ انتوني کوردسمېن چې د CSIS د Think Tank يعنې فکري مرکز د سوريې د چارو متخصص دی، وايي چې د امريکا متحده ايالات په سيمه کې ډېر څه له لاسه ورکولای شي. دی وايي چې خبره پر نفتو او ګاونډيو هېوادونو راڅرخي لکه د امريکا متحدين اسرائيل او اردن. سربېره پر دې په عمومي ډول د قدرت خبره هم مطرح ده او «هغه رښتينې اندېښنه چې د ايران په څېر يو هېواد به په سوريه کې ځان ته اډه جوړه کړي» هم موجوده ده.

دغه خبره اپوزيسيون يعنې د جمهوري غوښتونکو ګوند د بهرني سياسي چارو مخکښان هم کوي. تر ټولو مخکښ پکښې سناتور جان مک کين دی چې له اوونيو راهيسې په سوريه کي د متحده ايالاتو مداخله غواړي.

نوموړی محافظه کار سياستوال غواړي چې «جدي ګامونه پورته شي چې په مرسته يې د اسد او د هغه د ځواکونو پر ضد د قدرت انډول واړول او سرچپه شي.» خو مک کين هم د «محدودو پوځي عملياتو» څخه خبرې کوي، ځکه چې جمهوري غوښتونکي هم په دې ښه پوهيږي چې د عراق او افغانستان په څېر جګړې په ولس کې ملاتړ نه لري او کېدای شي ورته ناکافي پايلې هم ولري.