1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په سوات کې اور بند اعلان شو

تر درې ورځنيو خونړيو جگړو وروسته په پاکستان کې د دولت او مخالفينو تر منځه د چارواکو په وينا ډزبند اعلان شوی دی.

په نښتو کې لږ تر لږه 35 تنه توندلاري وژل شوي وو

په نښتو کې لږ تر لږه 35 تنه توندلاري وژل شوي وو

د جمعې ورځې راهيسې د طالبپلوه مولانا فضل الله د ډلې 35 تنه جنگيالي او د پاکستاني پوځ شپاړس تنه سرتېري په نښتو کې وژل شوي دي. د پاکستان حکومت د مولانا فضل الله د غورځنگ د ماتولو په موخه 2500 تنه عسکر د سوات درې ته استولې دي. مولانا فضل الله هڅه کوي چې په سوات کې د طالبانو په څېر يو نظام رامنځته کړي.