1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په سعودي عربستان کي يوه لويه ترورستي ډله نيول سوې ده

د سعودي عربستان چارواکو ويلي، چي دغي شبکې د پوليسو او استخباراتو په وړاندې د جنګېدو په برخه کي تخصص درلود...

په سعودي کي امنيتي اقدامات سخت سوي دي

په سعودي کي امنيتي اقدامات سخت سوي دي

دا څرګندوني د سعودي عربستان د کورنيو چارو د وزارت وياند، منصور الترکي د العربيه په نوم خبري چينل ته وکړې. په وينا يې له مشکوکو کسانو سره يو ځای وسلې، کمرې، کمپيوترونه او سندونه هم نيول سوي دي.

«موږ داسي شواهد موندلي، چې نيول شوې ډله د سعودي عربستان په بېلابېلو ځايونو کې د امنيتي ځواکونو پر غړو باندې بريدونه پلان کړي وو.«

په دغه ډله کې 47 تنه د سعودي عربان،51 تنه يمنيان، يو تن ايريتريايي، يو سوماليايي او يو بنګالی هم شامل دي. بهرنيانو به ښايي د سعودي او يمن د ګډي پولي په اوږدو کي له ناکراريو څخه ګټه اخيستي وي د دې لپاره، چي په تېرو څو مياشتو کې په غير قانوني توګه د سعودي عربستان مملکت ته ورننوزي.

د يمن په شمال کې پرته، د ياغيانو سيمه، له يوې اوږدې مودې راهيسې د سعودي عربستان څخه ورغلو افراطيانو د شاتګ سيمه هم بلل کيږي. تېر کال د اګست په مياشت کې د القاعدې يوه جنګيالي هڅه وکړه، چې د کورنيو چارو د وزارت د ترهګرۍ ضد کارپوه، محمد ابن نايف هم ووژني.

سعودي الاصله بريد کونکی په دې پلمه چې غواړي ځان تسليم کړي، له يمن څخه بېرته سعودي ته ستون شوی و، له ياد شوي سيساتوال سره يې کتلي وو او په دې ترڅ کې يې ځان په هوا والوزاوه. ابن نايف سر سري ټپي شو، خو بريدکونکی ومړ.

د سعودي ژورناليست، عبدالله العاريفي په وينا د تصادف خبره نه ده چې د چارشنبې په ورځ نيول شوې مشکوکه تروريستي ډله هم له يمن سره نژدې اړيکي لري.

«د نن ورځې عمليات د يمنۍ القاعدې له هغې ناکامې هڅې پرده پورته کوي چې غوښتل يې په سعودي کې دننه يوه نوې شبکه جوړه کړي. په دغه ډله کې د سعوديانو په پرتله زيات يمنيان شتون لري. دا ښېي چې دغه هڅه له يمن څخه سرچينه اخلي»

د القاعدې د دغې ډلې سربېره د سعودي امنيتي ځواکونو په جلا ډول د چارشنبې په ورځ د ځانمرګو بريدګرو دوې شپږ کسيزې ډلې هم ونيولې چې ويل کيږي د القاعدې په تروريستي شبکې پورې تړاو لري. له هغوی سره هم وسلې او الکترونيکي وسايل وموندل شول. د کورنيو چارو د وزارت وياند څرګنده کړه چې دغو کوماندويي ډلو په شرقي ولايت کې د نفت او تېلو پر صنعت باندې د بريد تکل درلود.

Saoub, Esther/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل