1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په سایبیریا کې د الوتکې د رالویدو له امله ۱۶ کسان ووژل شول

يوه الوتکه چې پکښې ۴۳ کسان سپاره ول په سایبیریا کې لویدلې ده. د روسيې د بیړنیو حالاتو چارواکي وايي چې تر اوسه پورې ئې د ۱۶ کسانو مړي موندلي دي.

دغه ART-72 ډوله الوتکه د دوشنبې په سهار را لویدلې ده. تر اوسه پورې په الوتکه کې د سپرو کسانو له ډلې څخه ۱۲ تنه ئې ژوندې موندل شوي دي. د روسیې د بیړنیو حالاتو چارواکو ویلي دي چې ژوندي موندل شوي کسان اوس روغتونونو ته استول شوي دي.

د انترفکس خبري آژانس د روسیې د بیړنیو حالاتو د وزارت د یوه ویاند په حواله ویلي دي: «تر اوسه پورې ۱۲ کسان ژوندي موندل شوي دي. هغوی د تایمن روغتون ته استول شوي دي. په همدې حال کې ۱۶ مړي هم موندل شوي دي.»

دغه الوتکه په محلي وخت شاوخوا د سهار په ۰۷:۵۰ بجو د تایمن له ښار څخه بیرون راولویده. د الوتکې د رالویدو لامل لا نه دئ روښانه شوی.

دغې الوتکې د رشچینو له هوایي ډگر څخه پرواز کړی وو او د سرگوت په لور روانه وه. د لومړنیو معلوماتو له مخې په الوتکې کې ۳۴ مسافرین او څلور تنه د الوتکې خدمه سپاره ول.

روسي رسنیو ویلي دي چې الوتکه له پرواز څخه لږ وروسته د رادارونو له پردو څخه ورکه شوه او له هوايي ډگر څخه ۴۰ کیلو متره لیري راولویده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض