1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په زرهاو کسانو د ایسلند د لومړي وزیر د استعفا غوښتنه وکړه

د ایسلند لومړي وزیر تر اوسه پورې هغه غوښتنې چې دی دې د «پاناما اسنادو» تر بربنډیدو وروسته استعفأ وکړي، رد کړي دي. پر هغه باندې له ایسلند څخه بهر د میلیونونو ډالرو پانګونو تورونه لګول شوي دي.

د دوشنبې په ورځ ناوخته په زرهاو مظاهره کوونکي د ایسلند په پلازمینه ریکیاویک ښار کې د پارلمان ودانۍ مخې ته راټول شوي وو او د دې هیواد د لومړي وزیر زیګموندور دیوید ګونلوګسن، د استعفأ غوښتنه یې کوله.

تر هغه وروسته چې د «پاناما اسنادو» تر نامه لاندې داسې مالي اسناد افشا شول چې ښيي د نړۍ د یو شمېر مشرانو په شمول ډیر کسان په پټه او له مالیاتو څخه د تیښتې په موخه په بهر کې پانګونې کوي، ایسلندیانو د خپل لومړي وزیر د استعفأ غوښتنه وکړه. د تورنو له مخي بربنډ شوي اسناد ښيي چې لومړي وزیر زیګموندور دیوید ګونلوګسن، او د هغه میرمن په ۲۰۰۷ کال کې د «بریتانیا په ویرجن جزایرو» کې یو شرکت رانیولی وو.

پر لومړي وزير او د هغه پر میرمنې په پاناما کې د یوه شرکت په مرسته له مالیاتو څخه د تیښتې په موخه د ځینې اقداماتو شک کيږي. تر دغو رپوټونو وروسته دا غوښتنې رامنځ ته شوې چې د ایسلند پارلمان باید له لومړي وزیر څخه د هغه صلاحیتونه واخلي.

خو دغه ۴۱ کلن سیاستوال د دوشنبې په ورځ د خپل هیواد پارلمان ته وویل: «ما د دې موضوع له کبله د استعفأ په اړه فکر نه دی کړی او نه هم له دې کبله استعفأ کوم.»

په ایسلند کې د تش په نوم شرکتونو موضوع ډیره حساسه ده ځکه په تیره لسیزه کې پانکونو د دغه شان شرکتونو په مرسته او له مالیاتو څخه د تیښتې په موخه «ریسکي یا ګواښمنې پانګونې» کړې وې.

DW.COM