1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په زابل کې ځانمرگي برید ۷۳ تنه ټپیان کړل

د افغان چارواکو په وینا د زابل ولایت په مرکز کلات کې د ولایتي شوری مخې ته یو ځانمرگی برید شوی دی چې په پایله کې ۷۳ تنه ټپان شوي دي. د څلورو تنو روغتیايي وضعیت د انديښنې وړل بلل شوی. طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دغه پیښه د دوشنبې په سهار د لسو بجو په شا او خوا کې د یوه مزدا موټر چې پکښې تر ۱۰۰۰ کیلوگرامه زیات چاودیدونکي توکي بار ول، په واسطه رامنځ ته شوې ده. پیښه د زابل ولایت شورا ودانۍ مخې ته شوې. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې «په پیښه کې د ۱۶ ښځو په شمول ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.»

نوموړي په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې ټپیان د کلات روغتون ته انتقال شوي دي، چې پکښې د څلورو تنو روغتیایي وضعیت د انديښنې وړ دی او په وینا یې دغه کسان کندهار ته انتقال شوي دي.

تر دې د مخه د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې د زابل ولایت د پولیسو د مشر میرویس نورزي، له قوله لیکلي وو چې د دوشنبې په ورځ دغه پیښه د ولایتي شوری د ودانۍ په دوخلي دروازه کې وشوه. په رپوټ کې راغلي دي چې چاودنه د یوه لوی موټر بم په واسطه رامنځ ته شوې ده. نوموړي چارواکي په پيښه کې د یوه تن د وژل کیدو او بیا ۴۰ تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکړی دی.

فراهی ویلي دي چې د چاودني له امله د ولایتي شورا، کلیو پراختیا او څارنوالۍ ریاستونو ودانیو او په سیمه کي ځیني کورونو ته زیان اوښتی دی. د مرگ ژوبلې د شمیر د لوړیدو انديښنه هم ښوول شوی ده.

د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستي ده.

د موضوع په اړه ویدیوگانې او غږونه