1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په روسیې کې اختناق وار په وار زیاتیږي

د روسیې پارلمان په بیړه قوانین تصویبوي. ډیر شمیر دغه قانونونه د ټولنو، بیان او مطبوعاتو پر ازادیو باندې محدویتونه لګوي. مدنې ټولنې وایي چې روسیه ‎د دیکتاتورۍ پر لور درومي.

د روسیې د پارلمان یا «دوما» اکثریت د ولسمشر ولادمیر پوتین د ګوند، «متحده روسیه» په لاس کې دﺉ. دغه ګوند چې هر څه وغواړي هغه کوي. دغه ګوند د دوبي تر رخصتیو مخکې یو شمیر قوانین دوما ته وړاندې کړل چې باید پرې فیصله وکړی. دغه ګوند ظاهراً استدالال کوي چې د روسیې قوانین باید له نړیوالو معیارونو سره برابر شي.

دا چې اصلي خبره پر څه ده سړی ئې کولای شي چې د روسیی د ورځپاڼو د پنجشنبې د ورځې په ګڼو کې ولولي. د ایزویسیتا ورځپانې د «د اختناق پیچکش د تاودیدو په حال کې دئ» تر عنوان لاندې په یوه مقاله کې د پارلمان روانې غونډې ته اشاره کوي چې او وایي چې هڅه کوی د نویو قوانینو له تصویبولو سره په روسیه کې د سترو احتجاجونو او ټولنو مخه ونیسي.

په مقاله کې راغلي دي: «په روسیه کې راتلونکي منی ښایي له دوبې څخه هم سوړ وي. سیاسي مشري غواړي چې د اپوزیسیون د ټکولو له پاره قانوني وسایل په لاس کې ولري.»

یو قانون چې دیر ګنګ مسوده شوی دئ پر ټولنو جوړولو باندې محدویتونه لګوي. د بیلګې په توګه که چیرې د داسی ټولنې له جوړولو سره د ښار چمنونو او یا هم د ګلانو کوم پټي ته تاوان ورسیده، نو باید ډیره لوړه نقدي جریمه تحویل کړای شي.

د روسیې د ولسمشرۍ پخواني کاندید میخایل پروخروف، دغه ډول قانون یوازې یوه پلمه ګڼي چې د حکومت امنیتي چارواکي په اساني سره خلک ونیسی او یا په ټولنو کې له ګډون کولو څخه ئې وویروي:

«قانون نه وضاحت او نه هم کوم معیار لري. او دا ډیر خطرناک دئ چې یو امنیتي مامور په یوازې توب سره پریکړه وکړي چې څوک ونیسي او څوک و نه نیسي. دا ډول قانون زموږ په هیواد کې د نیولو او بندې کولو له پاره یوازې یوه پلمه برابروي.»

د چهارشنبې په ورځ د انترنت یو شخړه ییز قانون هم تصویب شو. که څه هم دغه قانون په انترنت کې د ماشومانو له انځورونو څخه د فحشا په مقصد د کار اخیستو یا «پرونوګرافي» او یا د نشه يي توکو د اعلانونو او یا د ځان وژنې له پاره د لارښونو ویب سایتونو د بندولو امر کوي، خو د روسیې د ویکیپیدا د څانګې مشر ستانیسلاف کوزلوفسکي، په عمومي توګه له دې قانون څخه د سانسور په موخه له کار اخیستلو څخه ویره لري:

د ژورنالست او سیاسي څارونکي ماتوی ګاناپولسکي، په نظر د روسیې پارلمان د «ژورنالستي فعالیتونو» د پای ته رسولو هڅه کوی. هغه د خپلې ورځپانې «ماسکوسکې کومزومولیز» د جمعې د ورځې په ګڼه کې لیکلي دي چې له نوې قانون سره هڅه کیږي چې «د جرم د افترا» قانون بیرته راژوندی شي.

د نوې مسوده شوي قانون له مخې همداراز د هغو تاسیساتو یا غیر حکومتي سازمانونو فعالیت له ستونزو سره مخامخ کیږي چې له بهر څخه مالي او مادي مرستې تر لاسه کوي.

د حکومت سر سخت مخالف دیمتری ګودکوف، چې د پارلمان غړی دئ وایي: «دا په روسیه کې یو نوی اختناق دئ چې تپل کیږي، خو هغه به پایښت و نه لري. ځکه چې د سیاسي مشري پر ضد د نیوکو خوله نور څوک تړلای نه شي.»

عبدالباري حکیم/ دویچه ویله
کتونکی: مسعود جهش