1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

«په روسيه کي د هيروينو بيي پر لوړېدو دي»

د روسيې د مخدره موادو د کنترول ادارې مشر ويکتور ايوانف وايي، چي د دغه هیواد په ځينو سیمو کي د هيروينو بيي لوړيږي. د هغه په خبره روسيه د افغاني هيروينو د استعمال ځای دئ نه د ترانزيټ.

ARCHIV - ILLUSTRATION - Mit einem zusammengerollten 50-Euro-Geldschein wird am 27.03.2012 in Bamberg (Oberfranken) ein weißes Pulver, das Kokain darstellen soll, symbolisch konsumiert. Joints rauchen, Kokain schnupfen, Heroin spritzen - und irgendwann zur Therapie: In der Hauptstadt sind die Folgen des Missbrauchs illegaler Drogen weitaus deutlicher zu spüren als im Bundesdurchschnitt. Nach der jüngsten Berliner Suchthilfestatistik behandeln ambulante Einrichtungen in der Hauptstadt fast ein Viertel mehr Cannabissüchtige und rund 56 Prozent mehr Heroin- oder Opioidabhängige als im Bundesdurchschnitt. Foto: David Ebener dpa/lbn (zu dpa «Süchtiges Berlin: deutlich mehr Therapien als im Bundesschnitt» vom 21.07.2012) +++(c) dpa - Bildfunk+++

Symbolbild Kokain

د روسيې د مخدره موادو د کنترول ادارې چارواکو هر وخت له افغانستانه د ورقاچاقېدونکو غيرقانوني مخدره موادو څخه شکايت کوي.

د دغي ادارې مشر ويکتور ايوانف په مسکو کي له «يخو مسکوۍ» راډيو سره په مرکه کي وويل، چي روسيه د افغاني هيروينو د استعمال هيواد دئ نه د ترانزيټ. «ترانزيټ نه سته. دا زه کولای سم په زغرده ووايم.»

هغه زياته کړه چي په دې اړه د غربي هيوادونو له امنيتي ځواکونو سره په تماس کي دئ او هغوی نه وايي، چي له روسيې څخه د دوی هيوادونو ته افغاني هيروين ورقاچاقيږي.

«زموږ د معلوماتو له مخي په روسيه کي له يوه څخه تر يونيم ميليونو انسانانو پوري افغاني هيروين استعمالوي.»

ايوانف وويل، که روسيې ته له افغانستان څخه د هيروينو د راوړلو په بهير کي ډېروالی نه دی راغلی نو لږوالی ئې هم نه احساسيږي. هغه وويل:

«روسيې ته د هيروينو د راوړلو حجم نه دئ زيات سوی، حتي په ځينو سيمو کي د هيروينو بيي لوړي سوي دي، چي دا د دغو موادو د راوړلو پر کمښت باندي دلالت کوي. خو بيا هم لږوالی ئې داسي نه احساسيږي.»

د روسيې د مخدره موادو د کنترول ادارې مشر ويکتور ايوانف په مسکو کي له «يخو مسکوۍ» يا پرخي راډيو سره په خبرو کي زياته کړه: «د مخدره موادو د استعمالوونکو په شمېر کي زياتوالی نه دی راغلی، دغه شمېره پرځای پاته ده او حتي د لږوالي تمايل ئې سته. ستونزه دا ده چي د استعمالوونکو اوسنی شمېر ئې بېخي ډېر دئ.»

هغه زياته کړه: «اوس په روسيه کي د مخدره موادو د استعمالوونکو مړينه ډېره سوې ده. خو بيا هم په دغو موادو د اخته کسانو شمېره پرخپل ځای باقي پاته دئ، ځکه په هغه اندازه چي خلک ځني مري په هغه اندازه نور خلک په دغه موادو اخته کيږي.»

ايوانف څه موده مخکي ويلي ول چي په روسيه کي په مخدره موادو له اخته کسانو څخه هرکال سل زره تنه مري.

روسيې څو مياشتي مخکي په افغانستان کي د مخدره موادو د کښت او قاچاق د لا ډېروالي په اړه اندېښنه ښوولې وه او ويلي ئې ول، چي که په دغه هيواد کي د کوکنارو کښت هم بند سي، بيا هم په افغانستان کي د مخدره موادو زېرمي پنځه کاله د نړۍ د هيروينو بازارونه چلولای سي.

DW.COM