1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په روحي مريضيو د اخته الماني عسکرو حالت

د کلونوکلونو راهيسي الماني پوځيان د عراق او افغانستان د جګړو د خاطره په ډيره انديښنه کي دي ، او غواړي د صحي نظره دغه تاوانونه د دوی په خدمتونو کي منظور، او ځای ونيسي

default

خو طبي او بيروکراتيکي شخړي دروحي بيمارانو حالات نور هم خرابوي. يوه پخواني عسکر د خپل روحي داستان په سرليک کي ليکلي ده ،چي «سړی خپل مرګ په رڼو سترګو ويني »

تر اوسه پوري المانی پوځ ،ددغه عسکر روحي مريضي په عسکري خدمت کښی د تاوان په حيث نده منلې .خو ډير پوځيان کوښښ کوي ،چي روحي مريضې يې هم په خدمت کښی ومنل سي .

په پارلمان کښی د الماني پوځ پخوانی نماينده Robbe دغه حالت يوه بې حيثيتي بولي او ددغه ډول روحي مريضيانوسره دښې مرستي غوښتنه کوي .

د افغانستان د شمال د قندوز په ولايت کي په کال 2006 ميلادي کي په دوبي کي د الماني پوځيانو دپاره هغه وخت يو خونړی او خراب حالت رامنځ ته سو ، کله چي پدغه ولايت کي د طالبانو قوت مخ پر ډيريدوسو، او جنګو زور واخيستۍ .

د الماني پوځ مطبوعاتي افسر اندرياز تيمر من ، چه په خپله په يو څو ساعته جنګ کښی بند پاته ؤ، دغه حالت تشريح او دباندي يې راوايستۍ.

«ما په خپلو سترګو ليده چي يو راکټ سيده زما پر خوا راروان دی ، خوهغه فقط په دوه درې متره فاصله کي زموږ د موټر څخه تير سو.دا داسي يو حالت ؤ چي سړی دې ته هم وخت نه لري چي وبيريږي ،خو هغه وروسته راځي . ځکه چي دا هر څه داسي ژر ترسره کيږي چي سړی يې هيڅ تصور نسي کولی . سړی خپل مرګ په سترګو ويني ، دا ممکنه ده ،چي سړی د يوه متر په فاصله کښی بچ، او يا ولګيږي .»

Flash-Galerie KW 14 Trauerfeier für gefallene Soldaten in Kundus Afghanistan

په کال 3006 ميلادي کي د قندوز په ولايت کي دادغمه ډک داستان پيل سو،کله چي دغه الماني پوځيان خپل هيواد ته راواپس سوه ، نو هغوی روحي ناجوړه وه . پدغه رواني مريضانوکي يو هم تيمر من ؤ، او دی د هغه راهيسي ددې دپاره مبارزه کوي ،چه دپوځي خدمت له کبله رامنځته سوې روحي مريضي يې کاملأ په رسميت وپيژندل سی .

په همدې ارتباط يو بل افسر کريستيان بيرهارډ هم پنځه کاله دمخه خورا ډيري هلي ځلي وکړې چي ددغه ډول حقوقو خاوند سي .

دی په 2003 کال ميلادي کي د عراق دجګړې پر مهال په کويټ کښی د المان د محافظوي ګروپ غړی ؤ .

«ما ته يوه ورځ دنقاب د لاري زماخولې ته اوبه راغلې ، خو اصلأ دا زماخولې وې ،او زه بلاخره ددې پوښتني سره مخامخ سوم، چي زه څه کوم ؟ آيا زه په جګړه کي يم، ايا زه دتنفس د پاره ساه اخستلای سم ؟ ايا زه دغه نقاب ليري کولی سم ، که چيري يې ليري کړم څه به کيږي، که چيري راکټ پرما راسي څه به کوم ؟ ايا په توغندي کي خوکيمياوي مواد نسته ؟»

کله چي زه جرمني ته راغلم ، نو ټول وخت به مي زړه په درزا ؤ ،او ډيري خولې به مي کولې دا ټول د روحي بيماريو اغيزي وې . کله چي به د خطر يو زنګ و وهل سو، او يا به مي د يو هليکوپتر غرهار تر غوږو سو، نو وجود به مي کلک ودريدۍ ، او هيڅ به مي نسوای کولای، بيا به نودکړکۍسره کښينستم او هيڅ حرکت به مي نسوای کولای. داسي وم ، لکه يو سړی چه په يوه اطاق کښی بندي وي .

کريستوف هاينڅله/ ګرديوال

کتونکي : محمد قاسم نوري