1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په روان کال کي د چين پوځي بودجه

چين نن سبا په پوځي چارو کې په مليارډو ډالره لگوي څو پرمختللي جنگي الوتکي او توغندي رامنځته کړي او په نظر کي لري، چي خپله لومړنۍ د الوتکو لېږدونکي بېړۍ هم جوړه کړي...

په سيمه او په تېره بيا د امريکا په متحدو آيالتونو کې هم چين ته پاملرنه په ډېرېدو ده.

په سيمه او په تېره بيا د امريکا په متحدو آيالتونو کې هم چين ته پاملرنه په ډېرېدو ده.

د 2010 م کال لپاره ټاکل شوې دفاعي بودجه چې تېره اونۍ وړاندې شوله، د تېر کال په پرتله اووه نيم سلنې لوړه وه. سره له دې چې دا د چين د اوسنيو امکاناتو او شرايطو په چوکاټ کې ډېر زيات نه برېښي، خو د نورو سترو ځواکونو په پرتله د لسو سلنو دغه زياتوالی بيا هم ډېر ښکاري.

اوس په تايوان کې اندېښنه زياته شوې ده چې چين دغه ټاپو د خپلې خاورې يوه برخه بولي. خو په سيمه او په تېره بيا د امريکا په متحدو آيالتونو کې هم چين ته پاملرنه په ډېرېدو ده.

امريکا دا مهال د نړۍ يوازنی ستر ځواک دی چې له چين څخه ډېر زيات پوځي قدرت هم لري. د امريکې کانگرس ته په يو تېره مياشت د دفاعي چارو د وزارت يا پنتاگون لخوا ورلېږل شوي رپوټ کې راغلي دي چې د چين له اړخه د توغنديو د لگولو او د پاسيفيک په سمندر کې د چين د زيات نفوذ او اغېزمنتيا له امله اندېښنه موجوده ده. سره له دې چې د چين د ولسي جمهوريت پوځ د ارقامو له مخې ډېر پياوړی ايسي، خو د چارو شنونکي او څارونکي وايي چې ډېر وخت به ونيسي څو دغه هېواد هغه امکانات پيدا کړي چې په اغېزمن ډول د امريکا متحده آيالتونه وننگوي.

درو تومپسن، چې د نيکسن سنټر په نوم په واشنگټن کې يو فکري مرکز يا تينک تانک پورې اړه لري، وايي:

«آيا د دوی خپله تکنالوژي په رشتيا سره کار کوي يا دا چې د چين د سيستم د نورو برخو په څېر يوازې د کاغذ له مخې شتون لري. زما په اند به ښايي چې وروستۍ څرگندونه زياته احتمالي بڼه ولري.»

د چين د ملي دفاع د پوهنتون يو تن پروفيسر، تورن جنرال لي ديانرن د رويترس خبري اژانس ته د پارلمان د کالنۍ غونډې په اړخ کې وويل چې: «چين په هيڅ ډول متحدو آيالتونو ته گواښ نه شي پېښولی. د اقتصاد، تکنالوژۍ او پوځ په برخه کې واټن ډېر زيات دی.»

خو سره له دې هم د چين پوځ وار په وار ډېر جرئت پيدا کړی دی، چې دا کله په هوا او کله په سمندر کې د شخړو له مخې څرگنديږي. په 2001 م کال کې يوه امريکايي څارونکې الوتکه د هاينان په ټاپو کې يوه بېړنۍ ناسته وکړه وروسته له دې چې د چين يوې جنگي الوتکې پورې لگېدلې وه.

تېر کال په مارچ کې پېنتاگون وويل چې پنځو چينايي کشتيو د متحدو آيالتونو د سمندري ځواک يوه څارونکې او بې وسلې بېړۍ د Impeccable په نوم هاينان ته څېرمه په نړيوالو اوبو کې تعقيبوله. چين غبرگه کړه چې نوموړې بېړۍ يوه غير قانوني څېړنه تر سره کوله.

پروسږ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د شپېتمې کاليزې په پلمه ډېرې نوې وسلې د پراخو مراسمو په ترڅ کې وړاندې شوې، چې ټولې دغه وسلې په چين کې دننه جوړې شوې وې.

خو د چين په وړاندې پرتې ننگونې او ستونزې هم ډېرې دي. د 1989 کال راهيسې په چين باندې د وسلو د پېر او پلور په برخه کې بنديزونه لگېدلي دي، ځکه چې د تيانانمېن په واټ کې يې دموکراسي پلوه لاريونونه په زور په شا تمبولي وو.

سربېره پر دې د چين پوځ ډېره تجربه هم نه لري. په داسې حال کې چې د امريکا متحده آيالتونه دا مهال په دوو پراخو پوځي عملياتو، يعنې په عراق او افغانستان کې په جگړو ښکېل وتي او بوخت دي، چين له درېو لسيزو راهيسې په جگړو کې برخه نه ده اخيستې. د چين وروستۍ جگړه په 1979 م کال کې له ويتنام سره وه چې دغه وسله واله نښته ډېره بريالۍ هم ونه ختله.

RTRE/ نسيم صابر

کتونکی.زيارمل