1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په دوو جلا پیښو کې اته تنه افغان امنیتي ځواکونه ووژل شول

په کندهار او لغمان ولایتونو کې د پنجشنبې په ورځ د دوو جلا پېښو په پایله کې پنځه تنه د افغان پوځ سرتیري او درې تنه پولیس وژل شوي دي.

لومړی پېښه په کندهار کې رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې یې یوه ځانمرګي برید کوونکي پخپل ځان پوري تړلي چاودیدونکي مواد وچول او د دریو تنو پولیسو پر وژلو سربیره یې دوه تنه نور ټپیان کړل.

دویمه پېښه هغه وخت په لغمان ولایت کې رامنځ ته شوه چې د افغان ملي اردو سرتیرو یو موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو. په دغه پېښه کې پنځه تنو افغان سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.