1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په دولتي ادارو کښي د ظرفيتونو د کموالي علتونه

په افغانستان کي روانه جگړه، د دولتي او خصوصي سکتور تر منځ د معاشونو توپیر او په عمومي توگه د ښووني کښته کچه، هغه عمده لاملونه دي چي له کبله ئې په دولتي ادارو کې ظرفیتونو کم دي.

په تیرو لسو کلونو کي د نړیوالي ټولني او افغان دولت له هڅو سره سره بیا هم په لویه کچه په دولتي ادارو کي د ظرفیتونو کمبود موجود دئ، او دغه ستونزي په هیواد کي د اولس او دولت تر منځ د فاصلې د را منځ ته کېدو اصلي علت دئ.

د مرکزي احصائيې ادارې د معلوماتو پر اساس د ۱۳۸۹۰-۱۳۸۸کلونو تر منځ ټولټال ۲۲۸۱ دولتي کارکوونکو د مختلفو دلایلو په سبب خپلي دندې پریښي دي، چي په دې جمله کي ئې یوازي په ۱۳۹۰ کال کې ۷۹۳ نفره شامل دي.

اوس پوښتنه دا ده، چي له دندو څخه د دولتي کارکوونکو د تېښتي اصلي علت څه شی دئ؟د دې پوښتني جواب بېلابېل دلایل لري چي عمده علتونه به ئې درته وړاندي سي.

په هیواد کي د بیو لوړوالی.

دولتي ادارې خپلو کارکوونکو ته ثابت معاش ورکوي او دغه ثابت معاش هغه وخت بسنه نه کوي، چې په هیواد کي د مصرفي او غیر مصرفي موادو بيي لوړي شي. بناً د معاش نه بسوالی د دې سبب کیږي چې کارکوونکي خپلي دندې پریږدي.

د مرکزي احصائيې ادارې د معلوماتو له مخي په ۱۳۸۹کال کې د مصرفي موادو بيي ۱۳،۷ سلنه لوړي شوی وې. په داسي حال کې چې په ۱۳۹۰کال کې دغه بيي ۸،۴ سلنه لوړي شوی دی، چې له دې جملې څخه ئې یوازي د خوراکي موادو بيي په ۱۳۸۹کال کې ۱۴ سلنه او په ۱۳۹۰ کال کې ۹،۶سلنه لوړي شوي دي.

په هیواد کي د مصرفي موادو د تولید نشتوالی، وچکالي د نفتي موادو د بیو لوړیدل او په بهرنیو هیوادونو کي زموږ هیواد ته د وارداتي موادو پر وړاندې پرتې ستونزي د دې لامل کیږي چي د مصرفي او غیر مصرفي توکو بيي لوړي شي.

د دولتي او خصوصي سکتور تر منځ د معاشونو توپیر.

خصوصي سکتور او د انجیوگانو لوړ معاشونه د دولتي سکتور د تقویې پر وړاندي لویه ستونزه ده. په انجیوگانو کې د لوړو معاشونو په هیله او په هیواد کي د بیو د لوړوالی له امله ډیري دولتي کارکوونکي دندې پریږدي او انجیوگانو او خصوصي سکتور ته مخه کوي.

د خصوصي سکتور تر څنگ په دولتي ادارو کې د معاشونو توپیر هم د دولتي کارکوونکو د مایوسۍ سبب کیږي، ځکه ډیر ځلي په یوه اداره کې کارکوونکي مختلف معاشونه ترلاسه کوي، چې ښه بېلگه ئې د سوپرسکیل((Supper Skill معاشونه دي.

په هیواد کې د جنگ او خراب اقتصادي حالت دوام

داخلي جنگونه، نا ارامي او د ژوند خراب شرایط د دې سبب کیږي چي افغانان خپل هیواد پريږدي او نورو هیوادونو ته د ښه او ارام ژوند په هیله پناه یوسي.

په افغانستان کي د نړیوالي ټولني له موجودیت څخه لس کاله تیریږي، خو دوی بیا هم ونشوای کولای چي افغانانو ته د ارام ژوند چاپیریال برابر کړي.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو پر اساس د ۲۰۱۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کي ۱۱۴۵ ملکي افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.له بلي خوا د نړیوال بانک ارقام ښيي چې په ۱۳۸۹کال کې ۳۶ سلنه افغانانو په بې وزلۍ کې ژوند کاوه.شک نشته چې د کارپوه افرادو مهاجرتونه د هیواد پر اقتصادي حالت باندي ناوړه اغیزه لري او په هیواد کې د مسلکي کسانو کمبود رامنځ ته کیږي.

په هیواد کې د ښووني او روزني کښته کچه

جنگونه او محدود دولتي امکانات هغه چيلينجونه دي چي د افغان ځوانانو ښوونیز بهیر ئې ټکنی کړی دئ. هر کال په لسونو زره افغان ځوانان له بېلابېلو لیسو څخه فارغيږي. خو له بد مرغه چې ټول ئې لوړو زده کړو ته لاس رسی نشي موندلای او دوی مجبوریږي، چي په خپل ولايت يا ولسوالي کې د ښوونکي او یا هم په بله دولتي اداره کې دنده اجرا کړي.

د مرکزی احصائيې ادارې د معلوماتو پراساس په ۱۳۹۰کال کې ۲۶۸۸۵۵ تنو دولتي دندې درلودې او له دې جملې څخه ئې ۸۷،۳ سلنه دولتي کارکوونکو تر لیسانس کښته تعلیمي سویه درلوده.

دا مهال په افغانستان کې ټولټال ۴۳ دولتي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو خصوصي موسیسات شته او چي ۱۱۲۳۶۷ نفره په مختلفو څانگو کي پکې په زده کړو بوخت دي.

خو د افغانستان دولت د یوې سمي او کاره ستراتیژۍ د نه لرلو له امله ډیری مسلکي کسان یا په شخصي کاروبار مصروفيږي او یا هم د يو ښه کار د پيدا کولو په خوخه له هيواد څخه دباندي ځي.

د مرکزي احصائيې ادارې د معلوماتو له مخي په ۱۳۹۰کال کې دولت ایله په دې توانیدلی دئ چې ۲۷،۶ سلنه لیسانس او ۰،۵ سلنه ماستر دولتي ادارو ته د کار په موخه جذب کړي دي.

دولت د ازاد بازار د سیاست په غوره کولو سره په بازار کې ډیر کمزوری رول لوبوي، ځکه داسي دولتي مواد نشته چې په بازار کې د نورو موادو سره سیالي وکړي او د خصوصي شرکتونو تولیدات او مواد د بیو له لوړوالي څخه را وگرځوي او دا کار د دې سبب کیږي چې د هیواد په داخل کې د توکو بيي لوړي شي.

دولتي کارکوونکي عموماً يو ثابت معاش لري او دوی نشي کولای، چې په دغه معاش د ژوند لومړنۍ اړتیاوي پوره کړي. بناً دولت ته په کار ده، چې کارکوونکو ته دومره معاش ورکړي چې دوی لږ تر لږه وکولای شي، چي خپلي لومړنۍ اړتیاوي په پوره کړای شي او یا دي هم دولتي کارکوونکو ته د کوپون سیستم بیرته پیل کړي، چي په دې کار سره به دولت له یوې خوا له دولتي ادارو څخه د کارپوهانو د تېښتي مخه ونیسي او له بلي خوا به بازار ته نسبتاً ارزانه مواد وړاندي شي.

پوهیالی گل شاه صبري
کتونکی: نجيب الله زيارمل