1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په دولتي ادارو کي د ادلون بدلون اغېزې

په هیواد کي پریمانه اقتصادي،سیاسي، ټولنیزي او فرهنګي ستونزي او په مقابل کي ئې د دولتي چارواکو بې تفاوتي ددې سبب کیږي، چي اولس له دولتی ادارو څخه زړه توری شي او په شکایتونو او مظاهرو لاس پوري کړي.

له دولتي ادارو څخه د اولس شکایتونه، او د دولتي ادارو د چارواکو ټیټ ظرفیت د دې اړتیا پیدا کوي، چي په دولتي ادارو کي ادلون بدلون رامنځ ته شي.

له وزیرانو څخه نیولې تر والیانو او بیا تر رئیسانو پوري، ټول تردې مهاله په دې کي پاته راغلي دي چې له خپلو اداري کارونو او کارکوونکو څارنه او کنترول پروخت وکړي.

د کارونو او کارکوونکو نه څارنه ددې سبب کیږي چي په ادارو کي د قانون څخه سرغړوني وشي او اداري فساد ته لاره هواره شي او کارونه د ځنډ او خنډ سره مخامخ شي. همدا علت دئ چي په تیرو لسو کلونو کي وزارتونه په دې نه دي توانیدلي چې پرټاکلي وخت پراختیايي بودجې مصرف کړي.

اوس پوښتنه دا ده چي د نړیوالي ټولني له دوامدارو مرستو سره سره، بیا هم په تیرو لسو کلونو کي د اداري ستونزو د زیاتیدو علت څه دئ؟

زیاتره اقتصاد پوهان په دې نظر دي، چي په اداره کي هغه وخت ستونزي زیاتیږي، چي د نوي ټاکني پر وخت یو شمیر اداري مهارتونه او اصول له پامه وغورځول شي. د دوی په خبره هر څوک چې نوی ټاکل کیږی، په کار ده چي په اړونده ساحه کي کاري وړتیا او تخصص ولري. داسي یو څوک باید وټاکل شي چی له وخت او امکاناتو څخه سمه استفاده وکړي. ټاکل کیدونکی شخص باید ددې وړتیا ولري چي د اړوندي ادارې کارکوونکي خپلو مسئولیتونو او دندو ته متوجه کړي او د اداري کارونو د اغیزمن توب په خاطر غوره تصمیمونه ونیسی او لازم پلانونه وړاندي کړي.

که څه هم په هیواد کي د اداري وړتیاو لوړولو او اصلاحاتو راوستلو له پاره یو شمیر سازمانونه او کمېسیونونه کار کوي خو بیا هم په هیواد کي اداري ستونزي ورځ تر بلي زیاتیږي، او ښې بیلګې ئې څو میاشتي دمخه په سرپل، هلمند او ننګرهار ولایتونو کي د اداري چارواکو پر وړاندي د ولسونو مظاهرې او په دې وروستیو کي د ولسې جرګې له خوا د دفاع او کورنیوچارو وزیرانو څخه د باور رای بیرته اخیستل دي.

د دې له پاره چي په وطن کي سالمه او بامسئولیته اداره رامنځ ته شي او په اداره کي ادلون بدلون مثبت اغيز ولري، په کار ده چي د اداري مهارتونو او اصولو تر څنګ دغه لارښوونې هم په پام کې ونیول شي:

- د نوي ټاکني پر وخت دي وړتیا په پام کي ونیول شي او له هر ډول مصلحتونو مخنیوی دي وشي.

- اداري چارواکي دي په منظم ډول له اداري کارونو او کارکوونکو څارنه او کنترول وکړي او له دوی څخه دي د کړنو په تړاو اوونیز او میاشتني راپورونه وغواړي او هغه دي وڅېړي.

- په دولتي ادارو کي دي د مکافاتو او مجازاتو اصل پلی شي او له هر ډول اداري سرغړونو سره دي پریکنده چلند وشي.
- د ادلون بدلون پر وخت دي د نوی ټاکل کیدونکی شخص تجربه او تیر کړه وړه وڅېړل شي او له هغه وروسته دي د هغه ټاکني او نه ټاکني په اړه پریکړه وشي.

په داسې حال کي چي د هیواد په دننه او له هیواد څخه دباندي ډیر وړتیا لرونکي افغانان شته خو بیا هم اوسنی اداره د یو محور بڼه لري او پر یو څو څېرو راڅرخي.

زیاتره اداري چارواکي له یو وزارت څخه بل وزارت او له یو ولایت څخه بل ولایت ته ورپیژندل کیږی. ولي د دوی تیر کړ وړه او اداري وړتیا له پامه غورځول کیږي او اولس د یوه مصلحت ښکار کیږي؟ ځکه د دولت له لوري ډیري داسي پيښي لیدل شوي دي، چي دولتي چارواکي د اداري فساد په تور او دغه راز د اولس د شکایتونو او مظاهرو په ترڅ کي له یو ځای څخه ليري شوي دي او په بل ځای کی ټاکل شوي دي.

چي ښه بېلگه ئې د ولسمشر په کابينه کي د نوو وزيرانو ټاکل دي، ولسي جرگې څو ورځي دمخه د کورنيو او دفاع چارو له وزيرانو بسم الله محمدي او جنرال عبدالرحيم وردگ څخه د اعتماد رایه واخيستل، خو ولسمشر اوس بيرته بسم الله محمدي د دفاع وزارت له پاره پارلمان ته ور پيژندلی دئ.

د دولت دا ډول کړني د اولس د کرکي سبب کیږي او پر اداره ئې باور کمیږي او دا کار د اولس او دولت تر منځ واټن نور هم زیاتولای شي.

په اوسني حساس وخت کي له دولت څخه د اولس هر ډول واټن د دولت له پاره منفی پایلي لرلای شي، ځکه ډیر هغه خلک چي ستونزي ئې د دولتي چارواکو له خوا حل نشي او یا هم د دوی مشروع غوښتني ونه منل شي، د دولت په وړاندي راپاڅي او هیواد له ستونزو سره مخامخ کیږي.

د دې له پاره چي هیواد له ستونزو څخه په تدریجي ډول خلاص شي باید د اداري سیستم د غښتلي کولو له پاره کار وشي او ټول هغه څه وڅېړل شي چي د اداري سیستم د کمزورۍ او بې اعتبارۍ سبب کيږي.

يوهیالی ګل شاه صبری
کتونکی: نجيب الله زيارمل