1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په دمشق کي نښتي شوي دي

د سوريې د حکومت مخالفينو ويلي دي چي پلازمېنې دمشق ته نږدې د حکومتي ځواکونو او ياغيانو تر منځ وسله والې نښتي سوي دي. حاني عبدالله نومي يو فعال د المان خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه نښتي د دمشق په ريف نومي سيمه کي رامنځ ته سوي دي.

په نښتو کي د مرگ ژوبلي خبر نه دی ورکول سوی. دا پداسي حال کي ده چي د سوريې د حکومتي ځواکونو له خوا د حمص ښار د محاصرې يوه اونۍ پوره کېدونکې ده. نوموړی ښار د ولسمشر بشارالاسد د مخالفينو او احتجاج مرکز بلل کيږي.

د بشري حقونو د ټولنو د راپورونو له مخي د جمعې په ورځ د لمانځه وروسته په ټول هيواد کي لږ تر لږه ۹۰ انسانان ووژل سول. زياته سوې چي تر ۲۳۵ څخه زيات انسانان ژوبل سوي هم دي. په سوريه کي د مياشتو راهيسي د ولسمشر بشارالاسد پر ضد احتجاجونه دوام لري چي د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي پکښي تر اوسه په زرگونو انسانان وژل سوي دي.