1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

په خیبر پښتونخوا کې ملاله، د تعلیم سمبول گرځیدلی

که څه هم ملاله یوسفزۍ د نوبل د سولې جایزه تر لاسه نه کړه، خو د هغې هڅې د دې لامل شوې چې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې ډیر شمیر زده کوونکي په ښوونځیو کې خپل ځانونه شامل کړي.

په نړیواله کچه د ملاله یوسفزۍ، ستایل د دې باعث شول چې په خیبر پښتونخوا او په ځانگړې توگه په ملاکنډ ډویژن، کې په ښوونځیو کې د نجونو د شاملیدو فیصدي ډیرې شي.

د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزیر عاطف خان له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې په بېلابېلو ښوونځیو کې ۲۰۰ زره ماشومانو خپل نومونه ثبت کړي دي. په دغه جمله کې یوازې ۷۵ زره نجوني دي.» هغه په خپلو خبرو کې یادونه وکړه «چې له خلکو سره اوس دا احساس پیدا شوی دی، چې د تعلیم پرته پرمختگ ممکن نه دی. هغه څه چې له ملالې سره وشول، د تأسف وړ وو، هیله کوو چې دغه څه یو ځل بیا تکرار نه شي.»

د ملالې کمپاین

«زه ملاله یم» په نوم کتاب د یوې لوستونکي په لاس کې

«زه ملاله یم» په نوم کتاب د یوې لوستونکي په لاس کې

ملاله یوسفزۍ یوولس کلنه وه چې د نجونو د تعلیم له پاره یې په دغه سیمه کې هڅې پیل کړې. هغه د وسلوالو طالبانو له لوري، د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر د میاشتې پر نهمه نیټه تر برید لاندې راغله او ټپي شوه. پاکستاني طالبانو پر ملاله د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست او خبرداری یې ورکړ چې هره ښځه چې د دوی پر وړاندې ودریږي له ورته برخلیک سره به مخامخ شي. ملاله په سر کې په مرمیو ویشتل شوې وه او په لندن کې د څو عملیاتو وروسته د هغې ژوند وژغورل شو.

په ۲۰۰۷م کال کې پاکستاني طالبانو د سوات سیمه تر خپلې ولکې لاندې راوسته او په دغه ځای کې یې سخت شرعي قوانین نافذ کړل. مخالفین به وژل کیدل، په عامه محضر کې به په درو وهل کیدل په بازار کې د ښځو په گرځیدو بندیز ولگول شو او د نجونو ښوونځیو وتړل شول. طالبانو نه یوازې په ملاکنډ ډویژن کې ښوونځي ویجاړ کړل بلکې د خپل غیرقانوني ایف ایم چینل له لارې یې ښوونځیو ته د نجونو د نه لیږلو تبلیغ کاوه.

د طالبانو د دغه تبلیغ په پایله کې ډیری نجونو ښوونځو ته تگ بند کړ. د رپوټونو په حواله یوازې د چارباغ په سیمه کې ۴۰۰ نجونې ښوونځیو ته له تلو څخه راوگرځیدې. خو په ۲۰۰۹م کال کې د پاکستان پوځ د عملیاتو په ترڅ کې طالبان له دغو سیمو څخه په شا وتمبول شول او اوس ډیری نجونې بیرته خپلو ښوونځیو ته ځي.

په ښوونځیو کې مخ پر زیاتیدونکي نوم لیکنه

د سوات د ښوونې او روزنې د چارواکو د وینا له مخې له دغه سیمې څخه د طالبانو د وتلو او د ملاله یوسفزۍ د کمپاین په پایله کې د ملاکنډ په تعلیمي ادارو کې د هلکانو او نجونو زده کوونکو په شمیر کې وار په وار زیاتوالی راځي. خو حکومت پر دې نه دی توانیدلی چې د ۱۰۰۰ تنو ښځینه ښوونکو تشه ډکه کړي او پر دې سربیره په ښوونځیو کې اړینې ۲۰۰ خوني جوړې کړي، چې دغه کار یو شمیر ستونزې راولاړې کړي دي. د چارواکو په وینا په ملاکنډ ډویژن کې د ۲۰۱۱م کال وروسته په ښوونځیو کې د نوم لیکنې سلنه له ۳۴ څخه ۵۰ ته لوړه شوې ده.

یاغیانو په خیبر پښتونخوا او په اړونده قبایلي سیمو کې له ۸۰۰ زیات ښوونځي ویجاړ کړي دي. یوازې په ملاکنډ ډویژن کې یاغیانو ۱۸۲ ښوونځي له منځه وړي دي چې حکومت تر اوسه یوازې د ۴۳ ښوونځیو په بیرته رغولو توانیدلی دی. د نړیوالې ټولنې په مرسته هم په دغه سیمه کې چې له افغانستان سره نزدي پوله لري ډیر ښوونځي بیرته آباد شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د ایالایتي شوری غړې نگینه خان، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «سوات تر مخه هم په تعلیمي ډگر کې وړاندې وو، خو د یوې مودې له پاره دغه بهیر دریدلی وو، خو اوس دغه بهیر بیرته پيل شوی دی. په سوات کې نورې ملالې هم شته او هره نجلۍ غواړي چې د ملاله په شان زده کړې وکړي.»

د نجونو د تعلیمو مبارزه، ملاله یوسفزۍ

د نجونو د تعلیمو مبارزه، ملاله یوسفزۍ

د خیبر پښتونخوا ایالت د ښوونې او روزنې پخواني وزیر حسن بابک، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې پر ملاله برید، په عامه خلکو کې د تعلیم اهمیت لا پسې ډیر کړی دی: «کله چې پر ملاله برید وشو، نو له ټول ملت سره دا احساس پیدا شو چې دوی پر خپلو ماشومانو په خاصه توگه نجونو باندې تعلیم وکړي. د ښځو د تعلیم په کچه کې ډیروالی راغلی دی او موږ پر دې باور لرو چې یوه ورځ به زموږ په ایالت کې د ښځو د تعلیم کچه سلو ته ورسیږي.»

حسین بابک په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې «خیبر پښتونخوا له یوې مودې راهیسې د ترهگرۍ ښکار دی، چیرې چې نن هم یاغیان بې گناه انسانان په نښه کوي. هغوی [طالبانو] په سلگونو تعلیمي ادارې ویجاړې کړي، خو موږ هیله من یو چې دغه ورځې به هم ژر تیرې شي.»

د سوات خلک امیدواره دي، چې ډیر ژر به په بشپړه توگه د دوی په سیمه کې امن راشي او په دغه ځای کې به د تعلیمي زده کړو مرکزونه د پخوا په څیر د علم رڼا خپروي.