1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په خوست کي يو هندو يو يي دوکان او يو درمسال پاتي دي

د افغانستان د څه د پاسه ديرش کلنی جګړه کي په مليونونو خلک ووژل شول، ټپيان ، معلول او معيبوبه شول او له خپلو ټاټوبو تيښتو ته مبجوره شول. د افغانستان هندوان هم د هغوي په جمله کي دي

دلیپ سنګ په خوست کی د خپل دوکان په مخکی ولاړ دی

دلیپ سنګ په خوست کی د خپل دوکان په مخکی ولاړ دی

هندوان د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې ميشت دي چې له دې جملې څو لسيزې وړاندې په خوست کې په لسګونه هندو کورنۍ اوسيدلی .

هغوي د خوست په باک ، عليشير ، لټک ، ګربزاو تڼيو کې استوګنه درلوده. د جګړي په لومړي سر کي هغوي له خپلو کليو او بانډو څخه تيښتو ته مجبوره شول. که څه هم د هغوي يو شمير له هيواد څخه د نورو ولسي افغانانو په څير ګاونديو هيوادونو او بهرني نړي ته کډه شول، خوځینو نورو غوره وګنله چي د خوست په ښار کي ديره شي. د خوست د ښار په ختيځه برخه کي هغوي يو لوي کلي جوړ کړ او خپل ژوند يي دوام ورکړ.

خو په 1992 کال کي د شوروي پلوي رژيم د وروستي واکمن، ډاکتر نجيب د رژيم تر نسکوريدو وروسته د خوست ښار هم د زور پالونکو ډلو د اخ او ‌ډب په ډګر بدل شو، نه يواځي نورو ولسي خوستيا نو بلکه د پاتي هندوانو ژ،ند هم له خطر سره مخامخ شو.

د هندوانو دغي کورني يو په پلي پسي خپل کورونه، ځمکي او جايدادونه پريښودل او له خوست څخه په بشپړه ګډه کيدو ته مجبوره شول.

د خوست يواځني هند اوسیدونکي دليب سنګ

د خوست نور ښاريان د خپلو هندو هيوادولو څخه خوږي خاطري لري. هغوي له هندوانو سره په ګډه د خوست د ولايت يو ستر اقتصادي څرخ چلاوه. هغه وخت چې لسګونه كورنۍ هندوان د خوست په بېلابېلو برخو كې اوسيدل، بيلا بيل کارو بار يې کاوه لکه رخت فروشي ، دوا فروشي او ډول ، ډول نور توتکې به يې خرڅول.

انجنير نادرشاه ، چې د تڼيو اوسيدونکى دى وايي د تڼيو ولسوالۍ د دره ګې په سيمه کې يې هندوانو ته خپل ځاى ورکړى وو ، چې دوى به په هر کال کې هندوانو ته غنم ورکول او په بدل کې به يې نکريزې او ديته ورته نور توکې ورڅخه اخيستل

دا مهال له زرګونو هندوانو يواځې يوتن خوست ښار کې پاتې دى ، چې د خپل درمسال ساتنه کوي . دليب سنګ اوس د خوست يواځني هندو اوسيدونکي دي. يو دي، يو يي دکان او يو يي هم درمسال.

دليب سنګ هم ډيرنه پوهيږي چي ولي د هغه پلرونه او د هندوانو نوري کورني له خوست څخه کډه شوي دي. خو هغه دومره خبر دي چي پلرونو يي دلته ډيري ځمکي درلودي.

په خوست کی یواځنی درمسال

په خوست کی یواځنی درمسال

هغه المان غږ راډيو ته په يوه مرکه کي وويل:« موږ د خوست په بېلابېلو سيمو او ځانګړې توګه د ښار په مرکزي برخه کې ډېرې ځمكې لرلې، خو د خلكو له خوا د غصب له ويرې مو په ارزانه بيه خرڅې کړې

دليب سنګ چي د خپل دوکان مخي ته ولاړ دي سوړ هوسلي باسي او د ژوند له ناخوالو شکايت کوي: « دا چې موږ پخوا ښه كاروبار لرلو او اوس هغسې نه دى، د دې ترڅنګ زموږ ماشومانو ته د زده كړې هغسې زمينه نه وه برابره، چې موږ هیله درلوده، نو ښايي دا وجه وي چي ځينې کډې کابل ته لاړې، ځينې مسکو ته او ډيرې کورنۍ موهندوستان ته تللي دي.»

خو دليب سنګ هم پوهيږي چي افغانستان کي له څه د پاسه ديرش کلونو جګړه روانه ده. هغه اوس هم له دي ويره لري چي نه شي د روانو زور زياتيو قرباني شي. هغه وايي: « هو ويره راسره شته. خو څه وکړم چيرته لاړ شم. دا زما ټاټوبي دي. دلته پيدا شوي يم.»

د خوست نور اوسيدونکي هم دا مني چي هندوان د تير کلونو په جګړو کی تر نور زيات تاواني شول. قومي مشر حاجي دين سميد المان غږ راډيو ته وويل : « په خوست کې د هندوانو ډيرې ځمکې زور واکو غصب کړي. د هغوي ځيني مجبوره کړاي شول چي حپلي ځمکي په ټيټه بيي وپلوري.»

دخوست ښار يو تن اوسيدونکى مير سردار وايې ، چې پخوا د خوست ټول کاروبار د هندوانو په لاس کې وو، چې وروسته په تدريجې ډول سره دا ټول کاروبار ورڅخه پاتې شوو.

خو هغه وايي چي د هغوي له شتمنيو سره چا کار نه درلود: «هندوانو له ټولو خوست ميشتو سره ښه راشه درشه درلوده . حتى په ښادۍ او غمو کې به هم ورسره شريک وو. يو بل خوستي محمد غفور چې د خوست ښار ختيځ ته دهندوانو کلې تر څنګ يې کور دى داسې وايې: «يو وخت زموږ واده و، بيا دوى راغلل له موږ سره يی مرسته وکړه او آن په واده کې خپل کلتوري اتڼ وکړ، دوى ډېر ښه خلک وو، او د خوست خلکو سره په غم او ښادی کې شريک ؤ.»

خوست/ فريدالله ظاهر

کتونکي: عبدالباري حکيم