1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

په خوست کي د چنار دوديزه مشاعره جوړه شوه

د خوست په دغه سږنۍ دوديزه مشاعره کې تر ډيره د هيواد رواني ناخوالي انځور شوي وې او شاعرانو د سولي او يوالي پيغامونه لرل. دا مشاعره هر کال د پسرلي په موسم کې جوړيږي.

د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د چنار مشاعره د هيواد د ګڼو شاعرانو په ګډونه جوړه شوه او په سږنۍ مشاعره کې د پولې ها غاړي وزيرستان شاعرانو او ليکوالو هم برخه اخيستي وه.

لومړۍ شپه د غزل شپې په نوم د رباب له نري ترنګ سره د شاعرانو د ښکلو نغمو په ويلو سره تر سهاره روڼه شوه.

د چنار مشاعره کې دا ځل تر ډيره شاعرانو د ميني او محبت د خبرو ترڅنګ په هيواد کې رواني ناخوالي او د افغانانو ژوند د شعر په ژبه انځورولې.

که څه هم دا ډول مشاعري آزادې وي، خو شاعرانو تر ډيره د سولې پيغامونه درلودل او وسله وال يې ميني او وروۍ ته رابلل.

مشاعرې ته راغلي مېلمانه

مشاعرې ته راغلي مېلمانه



په همدې حال کې چنار ماشارې ته له نورو سيمو راغلى مېلمانه، د دا ډول غونډو جوړول، د سولي او ملي يوالي په ټينګښت کې مهم بولي.

له کابل څخه راغلي ليکوال او شاعر عبدالغني هاشمي دويچه ويله ته وويل: «موږ شاعران يو، موږ بل څه نه لرو، فقط پيغام لرو. موږ سولي ته د مينې پيغام ورکوو، څو په هيواد کې امن راشي. دا مشاعري د هيواد د بيلابيلو سيمو د اوسيدونکو ترمنځ د زغم فرهنګ رامنځ ته کوي.»

له ننګرهار څخه مېلمه ليکوال او شاعر لال پاچا ازمون بيا وايي، چې دى د هيواد په بيلابيلو سيمو کې په دا شان پروګرامونه کې برخه اخلي. هغه د دغسي سترو ادبي غونډو د ارزښت په اړه وايي: «کومي کينې او نفرتونه چې د جګړو په کلونو کې زموږ فرهنګ ته پاته وې، هغه له منځه ځي. افغانان سره يو اتحاد کيږي او ملي يوالى ته ښه کار کيداى شي.»

په خوست کي د چنار مشاره

په خوست کي د چنار مشاره



بله خوا بيا د خوست د چنار مشاعرې پرمهال نن په دغه ښار کي يوه چاودنه شوې چې د دورو تنو پوليسو په گډون پنځه تنه پکښې ټپيان سوي دي. د خوست پوليسو ويلي دي چې چاودنه د يوه ريمونت کنترول بم وه.

هر کال په خوست کې د چنار کلنۍ دوديزه مشاعره جوړيږي او دا نوم ځکه ورکړل شوى دی، چې د خوست هره سيمه او هر کلى ډير چنارونه لري او تر چنارونو لاندي ډيري مرکې او جرګې کيږي.