1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په خوست کي د لاسي بم چاودني ۱۹ کسان ټپيان کړي

نن سهار شاوخوا ٩ بجي د خوست ښار په مرکزي برخه سرګردان چوک کي چيري چي د عامو خلکو زياته ګڼه ګوڼه وي، يوه نامعلوم کس د پوليس پر هغه رينجر موټر د لاسي بم بريد وکړ، چي له سړک څخه د تيريدو په حال کي وو.

په خوست کي د يوې بلي چاودني انځور

په خوست کي د يوې بلي چاودني انځور

د خوست والي وياند مبارز ځدراڼ دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل، چي دغه لاسي بم د ملکي خلکو په په منځ کي چاودنه کړې او له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٩ تنه ملکي وگړي ټپيان شوي دي.

نوموړی وايي، چي په دې چاودنه کي پوليسو ته هيڅ زيان نه دی اوښتئ. بلخوا د خوست د عامي روغتيا رييس ډاکټر هدايت الله حميدي وايي، چي له چاودني وروسته د خوست ولايتي ملکي روغتون ته ١٧ تنه ټپيان ور وړل شوي، چي څو ماشومان، يوه مېرمن او يو پوليس هم پکي شامل دي.

نوموړى وايي، چي له څو کسانو پرته د نورو ټولو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړدئ. په همدې حال کي د پپښي يو شمير ټپيان او عيني ليدونکي وايي، چي دوئ ښار ته د سودا اخيستني له پاره راغلي ول، چي ناڅاپه په سرګردان چوک کي يوه کس د ښاروالي مارکيټ له دوهم پوړ څخه لاسي بم را وغورځاوه او ګڼ ملکي خلک پکي ټپيان شول.

تر اوسه هيڅ کومي وسله والي ډلي د دي بريد مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستى، خو د خوست امنيتي قومانداني مطبوعاتي مسئول زيارت ګل اژانس بيا خبر ورکوي، چي د پيښي په تړاو يې ١١ تنه شکمن کسان نيولي او جدي پلټني يي تري پيل کړيدي.

د خوست په ښار کي ورستۍ بمي چاودنه پداسي حال کي رامنځته کيږي، چي په دې وروستيو کي د خوست په ښار او زياتره ولسواليو کي امنيتي وضيعت ښه شوى او زيات وختونه تري د ناامنيو خبرونه نه ورکول کيږي.

فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM