د چهار شنبې په ورځ د سوریې په حمص ښار کي د نفتو یو پایب و چاودید. دا په تیره اونۍ کي د خپل ډول دویمه چاودنه ده. د فعالینو په خبره د چاودنې وروسته په سیمه کي د سا ښکل ستونزمن وو.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې په یوه مرکز کې د چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمیر ۵۲ او د ټپیانو ۱۱۲ تنو ته رسیدلې دی. د روغتیا وزارت د ویاند په حواله په وژل شوو کې ۲۱ ښځې او ۵ تنه ماشومان هم شامل دي.
په آلمان کې نږدې ۱۲ زره عراقي پناه غوښتونکي اړ دي چې دغه هیواد ترک کړي. ظاهراً د دې شمیر عراقي مهاجرینو د پناه غوښتنې رد شوي او اوس آلمان په دې هڅه کې دی چې عراق ته د دوی د تګ او ژوند له پاره زمینه برابره کړي.
د پاکستان په لاهور ښار کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ یوه لویه غونډه روانه ده. دغه غورځنګ د پاکستان له دولت څخه غوښتنه کوي چي د دوی په وينا هغه په لسګونه زره نارينه او ښځي چي په زور سره لادرکه کړای سوي دي يا خو دي آزاد او يا د پاکستان له قانون سره سم محکمو ته وړاندي کړل شي.