په حلب کې تاوتریخوالی لا پسې زور اخلي
۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبهلندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان د رپوټ له مخې د حلب ښار په لویدیځه څنډه کې د چهارشنبې تر سهاره داسې سختو نښتو ادامه لرله، چې په تیر یوه کال کې یې ساره نه لاره. د دغه سازمان په خبره دواړو خواوو ته درنه مرگ ژوبله اوښتې ده.
په حلب کې د یاغیانو له خوا د رژیم تر کنترول لاندي ناحیه کې د هوان په فیر کې درې تنه وژل شوي دي. د سوریې دولتي خبري آژانس سنا، رپوټ ورکړی دی چې دغه کسان ملکي وگړي ول. په فبروري میاشتې کې د یوه اوربند پر رامنځ ته کیدو سربیره هم په حلب ښار کې په وروستیو اوونیو کې جگړو زور اخیستی دی.
په دیر العصافیر کې هوایي بریدونه او ځمکنۍ جگړه
د سوریې په شمال کې تر ټولو ستر ښار چې له ۲۰۱۲م کال راهیسې ویشل شوی دی، د کورنۍ جگړې په ترڅ کې د سختو جگړې ډگر گرځیدلې. د دغه ښار ختیځه څنډه یاغیان کنترولوي او لویدیځه برخه یې بیا د حکومتي ځواکونو په لاس کې ده.
د سوریې پوځي مشرتابه د تیرې اوونۍ په پای کې د دغه هیواد د یوې برخې له پاره نوی اوربند اعلان کړ، چې حلب په هغې کې نه وو شامل. د دغه اوربند نېټه تیره شپه پای ته ورسیده، خو له هغې وروسته د سوریې په نورو ښارونو کې د یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ جگړو زور اخیستی دی.
د بشري حقونو د څار نوموړی سازمان چې اپوزیسیون ته نزدې دی ویلي دي چې د پلازمېنې دمشق په ختیځه څنډه کې د یاغیانو مورچلې بمباري شوې دي. د سیمې د ملکي خلکو د ساتنې ادارې هم د هوایي بمباریو او هوان بریدونو رپوټ ورکړی دي. د یاغیانو د معلوماتو له مخې د هوایي بریدونو څخه په اغیزمن شوي ښار دیر العصافیر کې ځمکنۍ جگړه هم رامنځ ته شوې ده.
په برلین او نیویارک کې سیاسي فعالیتونه
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر غواړي چې تر ماسپښین وروسته له ځنډ سره مخامخ د سوریې د سولې خبرې اترې بیرته پيل شي. دی به په برلین کې د سوریې د اپوزیسیون مشر ریاض حجاب، د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ستیفن دیمیستورا او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان مارک آیرو، ته هرکلی ووایي.
د سولې د خبرو اترو په تړاو د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سوریې د مشرتابه پر وړاندې جدي خبرداری ورکړی دی. هغه ویلي دي که چیرې دمشق په برلین کې هڅو ته شا واړوي، نو هغه به جدي عواقب ولري. په نیویارک کې به د ملگرو ملتونو امنیت شورا همدا د چهارشنبې په ورځ په سوریه کې د تاوتریخوالي د موضوع په هکله وغږیږي.