په حلب کي د حکومتي ځواکونو او ياغيانو تر منځ جگړه روانه ده | دويچه ويله پښتو | DW | 29.07.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په حلب کي د حکومتي ځواکونو او ياغيانو تر منځ جگړه روانه ده

د سوريې په لوی ښار حلب کي د حکومتي ځواکونو او ياغيانو تر منځ جگړه دوام لري. د ياغيانو وياند ويلي دي چي د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو د ياغيانو پر مورچلو په بريدونو کي له توپخانې او څرخي الوتکو څخه کار اخيستی دئ.

دغه وياند زياته کړې ده چي د حکومتي ځواکونو د بريدونو زياته برخه د حلب ښار، صلاح الدين ناحيې ته متوجه ده. د ياغيانو فعالينو ويلي دي چي تر اوسه پوري د حکومتي ځواکونو بريدونو ته ټينگ سوي دي. زياته سوې ده چي يوازي د شنبې په ورځ د حلب په ښار کي ۳۰ انسانان وژل سوي دي او دا چي د شپې له خوا هم جگړه روانه وه. خو د آزادو سرچینو له خوا دغه راپورونه تائید شوي نه دي.

اړوند مطالب