1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

«په حقیقت کي هیڅ قانونی مهاجر» وجود نه لري

مهاجر پلوه سازمانونه اروپا ته د قانوني مهاجرت غوښتنه کوي. په دې ترڅ کي پر دې هم نيوکي کيږي چي په مهاجرت کي مرسته کوونکو ته بايد د «قاچاقبر» لغت ونه کارول سي.

مهاجر پلوه شخصي ټولنو او هغوی ته نژدې مدافع وکیلان اروپا ته دقانوني مهاجرت غوښتنه کوي. د مدافع وکیلانو یوې اتحادیې ویلي دي،چي«د مهاجرينو دپاره هیڅ قانوني لاري نسته.»ددې نتیجه داده، چي د هغوی مرستندویانو ته د قاچاقبرانو او یا تښتونکو په توگه دجنایتکاران خطاب وسي.

دغه خبره د پروتستانت کلیسا خبري آژآنس- epd د جمهوري غوښتونکو په نوم مدافع وکیلانو اتحادیې مشر بیرینس بیول د پنجشنبه په ورځ په برلین کی کړې ده. د ده په خبره د موجوده مقرراتو پراساس «په حقیقت کي هیڅ قانونی مهاجر» وجود نه لري. خو داد ژنیو د مهاجرينو د کنوانسیون او نورو نړیوالو قوانینو سره  په ټکر کي راځي، چي پراساس یې مهاجر باید په دې خاطر مجازات نسي، چي یوه هیواد ته ورداخلیږي. د هغوی مرستندویان هم په همدې دلیل په یوه تیاره او خړه ساحه کي قرار لري. ځکه نو مدافع وکیلان د جرمني د اقامت ورکولو د قانون د ۹۶ پراگراف پراساس د په اصطلاح قاچاقبرانو دپراگراف د له منځه وړلو غوښتنه کوي.

د بشر د حقوقو سازمان بوردرلاین یورپ هم د مهاجرينو د رسونکو او انساني قاچاقبري کارونو د غیرجنايي او غیر جرمي کولو غوښتنه کوي. نورو خیریه سازمانو هم ورته غوښتنی کړی دي. د هغوی په نظر د تښتولو او مهاجرکیدلو مرستندویان فقط هغه وخت باید مجازات سي، چي د تیښتي پروخت د هغوی څخه سؤاستفاده وسي او یا ورته تاوان ورسیږي.

دبوردرلاین یورپ نوئ رپوټ دې ته اشاره کوي، چي د ساړه جنگ پروخت هغو کسان چي د نورو سره یې غرب ته په تیښته کي کومک کاوه، د تیښتي سره د کومکیانو په توگه ورڅخه ستاینه کیدله او هرکلئ یې کیدی،خو نن ورځ بیا ددې برعکس  د جنايی انساني قاچاقبرانو اصطلاح غالبه ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.05.2017):


 

DW.COM