1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په جنوبي سوډان کي نزدې ۲۰۰ انسانان غرق سوي دي

په جنوبي سوډان کي د يوې کښتۍ د ډوبېدو له امله نزدې ۲۰۰ انسانان وژل سوي دي. دغه کسان چي ډېری يې ښځي او کوچنيان دي له جګړې څخه په تېښته کي ول.

د جنوبي سوډان د پوځ يوه وياند د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنوري ۱۴) ويلي دي چي د دغه هيواد له «ملکال» ښار څخه نژدې ۳۰۰ کسان په يوه کښۍ کي د تېښتي په حال کي ول او په «سپين نيل رود» کي يې کښتۍ ډوبه سوې ده:

«داسي معلوميږي چي په کښتۍ کي ټول سپاره کسان وژل سوي وي. دغه وګړي چي ډېری يې ښځي او کوچنيان ول د «ملکال» ښار ته د ياغيانو تر بيرته راګرځېدو او جنګ وروسته تښتېدلي ول.»

د وروستيو راپورونو له مخي د جنوبي سوډان د دغه ښار د نیولو له پاره ياغيانو پر دغه ښار باندي يرغلونه پيل کړي دي.

جنوبي سوډان چي د ۲۰۱۱ کال په نيمايي کي تاسيس سوی دی په دې وروستيو کي پکښې د قدرت پر سر جنګونو زور اخيستی دی.

د ملکا ښار د «سپين نيل» رود

د ملکا ښار د «سپين نيل» رود

د دغه هيواد د جمهور رييس کېيړ او د هغه د پخواني مرستيال مشار، ترمنځ د قدرت پرسر جنګ کي چي له څو اوونيو راهيسي روان دی په سوونو انسانان وژل سوي او په زرونو نور د تېښتي په حال کي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخي په دغه هيواد کي اوس نزدې ۲۳۰۰۰۰ انسانان د تېښتي په حال کي دي.

له دې سره سره چي د جنوبي سوډان د شخړي د حلولو له پاره نړيوالي هڅي رواني دي او د دغه هيواد دواړي غاړي يې یوه اوربند ته رابللي دي، بيا هم په دغه هيواد کي زور زياتی روان دی.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخي د دغه هيواد ډېرو اوسېدونکو داسي ځايونو ته پناه وړې ده چي هلته بې له خاشو بل هيڅ شی نه سته او دا چي که يې مخه و نه نيول سي کېدای سي چي يو انساني ناورين رامنځته سي.