1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په جرمني کي د نوو نازيانو پرضد مظاهره وسوه

له نن څخه 64 کاله د مخه د دوهمي نړيوالي جګړي په ترڅ کي د هيټلر تر مشر ۍ لاندي د نازي آلمان پرضد جکړه کي متحدینو د جرمني د درزدن پر لرغوني ښار باندي ببمارۍ وکړې.

د نوونازيانو پلويان د پوليسو سره د اخو ډب پرمهال

د نوونازيانو پلويان د پوليسو سره د اخو ډب پرمهال

ببمارۍ د فبرورۍ د 13 څخه تر 15 پوري دوام درلودی.د دغو ببماريو په نيتجه کي د درزدن د اټکلونو له مخه 25 زره اوسیدونکي ووژل سول او دغه ښکلی ښار د خاورو او ايرو سره برابر سوو.

د دغي پيښي د يادون څخه دسياسي استفادې له پاره هر کال د هيټلر یو شمېر پلويان چي د نوو نازيانو په نامه ياديږي، راولاړيږي او په دغه ښار کي په لاريونونو او غونډو لاس پوري کوي. پرون په زر ګونو خلکو د نوو نازيانو د لاريونونو او ټولنو پر خلاف په درزدن کي په مظاهرو لاس پوري کړی.

دپوليسو د معلوماماتو له مخه په دغه احتجاجي مظاهره کي څه ناڅه 6000 زرو خلکو ګډون کړی ؤ. دهغې سازمان ورکونکو چي د کليساوو، ګوندونو او کارګري اتحاديې استازو څخه عبارت ؤ،12500 مظاهرچيانوله ګډون څخه خبر ورکړی. د آلمان د سوسيال ډيموکراټ د ګوند مشر، فرانس ميونتي فيرنګ چي هغه هم د نو نازايانو ضد مظاهره کي يې ګډون درلود وويل. «موږ د جګړې د ټولو قربانيانو له پاره غم شريکي کوو. او په خاصه توګه هغه انسانان چي په دې ښار درزدن کي د جګړې قربانيان سول. خو موږ په دې هم پوهيږوچي دا جګړه څنګه پيل سوه. دا جګړه په1939 کال کي د نشنل سوسيالستانو له خوا پيل سوه.