1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په جرمني کي د تروريستي حملو بيره سته

الماني چارواکي وايي چي دوی داسي شواهيد ترلاسه کړي چي افراطي اسلامپال په دغه هيواد کي ځيني تروريستي حملي کوي.

د جرمني پوليس وايي چي ځيني اسلامپال ترهګر په دغه هيواد کي کوښښ کوي ترڅو ترورستي حملي ترسره کړي

د جرمني پوليس وايي چي ځيني اسلامپال ترهګر په دغه هيواد کي کوښښ کوي ترڅو ترورستي حملي ترسره کړي

دوي همدا راز وايي چي د دغو حملو د مخنوي لپاره په هغو ځاينو کي چي د تروريستو حملو د ترسره کولو ګمان کيږي، امنيتي تدابير شديد سوي دي.

د المان د کورنيو چارو وزير، توماس دي ميزيې، ويلي دي چي د دغو حملو په اړه معلومات، امريکا ته د ځينو بمونو د پارسل کيدو څخه وروسته تر لاسه سول.

توماس دي ميزيې يو خبري کنفرانس ته وويل: د المان امنيتي وظعيت په دي اخرو کي جدي سوی دی. موږ دقيق شواهد په لاس کي لرو چي د نومبر په اخرو کي، په المان کي يو لړ تروريستي حملي پلان سوي دي.

د المان د کورينو چارو وزير همدا زار زياته کړي ده چي د المان يو نړيوال ملګري، د يمن د پيښي څخه وروسته الماني چارواکو ته ويلي دي چي پر دغه هيواد د همدې مياشتي په اخرو وروځو کي يوه تروريستي حمله پلان سوې ده.

دا په داسي حال کي ده چي د جرمني پوليس وايي چي ځيني اسلامپال ترهګر په دغه هيواد کي کوښښ کوي ترڅو ترورستي حملي ترسره کړي. د همدغو ګواښونو په پايله کي، د جرمني پوليسو امنيتي تدابير لا ډير کړي دي.

توماس دي ميزيې همدا راز زياته کړي ده چي اوسنی وضعيت د تشويش وړدی خو جرمنيان به د بين المللي تروريزم څخه ونه بيريږو.

د کورنيو چارو وزير ويلي دي چي اوسني امنيتي خطر په 2009 کال کي د هغه امنيتي خطر سره د مقايسي وړ دي چي د المان ټاکني يي تر تحديد لاندي نولي وې.

تيره مياشت امريکايي او بريتانيايي سرچينو کواښ کړي وه چي المان او فرانسه د القاعدي سره تړلو تروريستي ګروپونو تر حملو لانده راتلای سي، خو دغه کواښ د المان د کورنيو چارو د وزير له خوا جدي نه وه نيول سوی.

دا په داسي حال کي ده چي د همدي مياشتي په لومړيو کي د المان د کورنيو چارو وزير، توماس دي ميزيې، ويلي وه چي دی دقيق شواهد په لاس کي لري چي اروپا او امريکا د تروريستي حملو د خطر سره مخ دی.

جرمني چارواکو دغه هيواد تل د تروريستي حملو د يو هدف په توګه منلی دی ځکه چي دغه هيواد په افغانستان کي 4590 پوځيان لري او د امريکا او برتانيې څخه وروسته دريم هيواد دی چي په افغانستان کي تر تولو ډير پوځيان لري.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل