1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په جاپان کې پارلماني ټاکنې تر سره کیږي

په جاپان کې پر ۱۰۴ مليونو اتباعو غږ شوی دی، چې يو نوی پارلمان دې وټاکي. داسې ښايي چې د لومړي وزير يوشي هيکو نودا ګوند به له فقط درې کاله واک لرلو وروسته ماتې خوري. نظرپوښتنو ښودلې چې ليبرال دموکرات ګوند ښايي ښه چانسونه ولري چې په پارلمان کې اکثريت تر لاسه کړي. د هغوی مخکښه کانديد شينزو ابې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو په ترڅ کې پخوا هم لومړی وزير وو.