1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په جاپان کې د سختې زلزلې خبر ورکول شوی دئ

د جاپان شمالي برخه یوې سختې زلزولې لړزولې ده. د متحده ایالاتو د زلزلې پیژندنې د ادارې په وینا دغه زلزلې د ریشتر په مقیاس ۷،۵ درجې شدت درلود او نوموړې زلزله د روسیې دختیځ ساحل څخه د جاپان تر شماله محسوسه شوې ده. زلزله د ځمکې د لاندې د ۶۰۰ کیلومیتره په فاصله کې رامنځ ته شوې ده. تر اوسه د یوې څونامي د راتگ خبر نه دئ ورکړل شو او نه هم تر اوسه د مرگ ژوبلې په اړه کوم معلومات ورکړل شوي دي.