1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په تیر یوه کال کې د سولي پروسې ته یوه کتنه

د ملي یووالي حکومت تر جوړیدو وروسته په افغانستان کې د سولي د راتلو هیلې ډیرې شوي وې. خو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ تر لومړیو رسمي خبرو اترو وروسته په ناڅاپي توگه د ملا عمر د مړیني د افشا کیدو خبر دغه بهیر ټکنی کړ.

کله چې افغان ولسمشر د تیر کال د سپتمبر میاشتي پر ۲۹ نیټه د جمهور رئيس په توگه لوړه وکړه، نو خپل لومړني سفرونه یې سعودي عربستان او چین ته وکړل. تر چین وروسته اشرف غني خپل گاونډي هیواد پاکستان ته سفر وکړ او د ملکي حکومت سربیره یې د پاکستان د پوځ د قوماندي مرکز ته ولاړ او د دغه هیواد له پوځي مشرتابه سره یې په مستقیمه توگه خبري وکړې.

ولسمشر غني د خپل پخواني سلف حامد کرزي برعکس دریځ خپل کړ او د کارپوهانو په وینا هڅه یې وکړه چې د هند پر ځای له پاکستان سره خپلي اړیکي نزدې کړي. که څه هم پخواني ولسمشر کرزي په خپلو څرگندونو کې په وار وار ټینگار کاوه چې له پاکستانه د سولې تمه لرل کومه گټه نه لري. خو پاکستان هم محمد اشرف غني ته ډاډ ورکړ چې له طالبانو سره به د سولې د خبرو اترو په برخه کې آسانتیا رامنځ ته کړي.

غیر رسمي خبري اترې

دغه سلسله همداسې روانه وه او وخت ناوخته ویل کیدل چې ډیر ژر به له طالبانو سره خبرې اترې پیل شي. د روان میلادي کال د اپریل میاشتې په لومړیو کې د سولي د عالي شورا یوه پلاوي قطر ته سفر وکړ او هلته یې د طالبانو له استازو سره ولیدل.

تر هغه وروسته د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان د حکومت په استازیتوب یوه پلاوي چې مشري یې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق کوله په یوه غونډه کې گډون وکړ چې طالب استازي ورته هم ورغلي وو. په اوسلو کې هر کال یوه غونډه تر سره کیږي چې پکې د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د سولې په هکله وي.

ویل کیږي چې د اوسلو تر غونډې وروسته د چین په ارومچي کې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ پټې خبرې اترې تر سره شوې. رسنیو داسې رپوټونه ورکړي وو چې د افغان پلاوي مشري د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر معصوم ستانکزي کوله او د طالبانو له لوري په دغو خبرو اترو کې ملا عبدالجلیل، ملا عبدالرزاق او ملا حسن رحماني گډون کړی وو.

ویل کیدل چې په دغو خبرو اترو کې د پاکستان استخباراتي ادارې استازي هم موجود ول او ویل کیږي چې همدغو استازو د وروستیو خبرو اترو له پاره زمینه برابره کړې وه.

لومړۍ رسمي خبري اترې

د جولای میاشتې پر اوومه نېټه د پاکستان په تفریحي سیمه مري کې د افغانستان د حکومتي پلاوي او طالب استازو تر منځ لومړۍ رسمي خبرې اترې وشوې. په دغه غونډه کې د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي کوله.

دغه غونډه د روژې میاشتې په وروستیو کې تر سره شوه او پر دې سلا وشوه چې د اختر د ورځو شپو تر تریدو وروسته به دوهمه غونډه تر سره شي. دغه خبرې اتر هم په پاکستان کې تر سره کیدې چې په ناڅاپي توگه د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړیني خبر افشا شو. تر دې خبر وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه خبر وروسته د یوه نامعلوم وضعیت له کبله د سولې په تړاو د غونډو د ځنډیدو اعلان وکړ.

د ملا عمر د مړینې د خبر تر افشار کیدو وروسته ملا اختر محمد منصور د طالبانو د نوي مشر د ټاکل کیدو په توگه اعلان وشو. خو د ملا عمر کورنۍ د هغه د مشرۍ د نه منلو اعلان وکړ او په دې ډول د طالبانو تر منځ خپلمنځیو تربگنیو ورځ تر بلې زور واخیست. د سولې د خبرو اترو د ځنډو یو علت هم د طالبانو تر منځ د مشرتابه پر سر جگړه ښوول کیږي.

«د لازمو اقداماتو تلاښ»

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه میاگل وثیق وایي چې په تیر یوه کال کې چې د سولې له پاره کوم لازم اقدامات باید شوي وای د هغه تلاښ وشو. له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې هغه روښانه کړه چې پخوا به یوازي د سولي د عالي شورا له ادرسه هڅه کیده چې د طالبانو له مختلفو کټگوریو سره تماس ونیول شي. هغه زیاتوي چې د ولسمشر غني د کاري دورې په لومړیو کې د دې هڅه وشوه چې په اصطلاح «د سیمې د هیوادونو همکاري راجذب شي.»

هغه زیاتوي چې هڅه وشوه د سیمې له هغو هیوادونو څخه مرسته وغوښتل شي چې دوی خپل مؤثریت لري لکه سعودي عربستان او چین: «د افغانستان دولت تلاښ کړی دی چې په اصطلاح هغه منابع یا هغه ادرسونه چې له هغه ځایه په افغانستان کې نا امنۍ خپریږي او په ضمن کې هلته د تمول تجهیز او بالاخره روزن ځایونه شته نو هغه ادرس باید تر فشار لاندي ونیول شي.»

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال مشر عبدالحکیم مجاهد وایي چې په افغانستان کې تل پاتې سوله د ملي یووالي حکومتوب په لومړیتوبونو کې ده او په وینا یې د دولت ټولي خواوې پر دې باندې متفقي دي چې جنگ په افغانستان کې د حل لاره نه ده او سیاسي روغه جوړه او له مخالفینو سره خبري اترې هغه یوازینۍ لار ده چې موږ له جگړې څخه د سولې او ثبات لور ته راغوړي.

هغه له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل: «د افغانستان دولت او د سولي عالي شورا په ملي، سیمه یزه او نړیواله کچه کوښښ کوي چې د سولې هغه مذاکرات چې په اسلام آباد کې پیل شوي ول، د سولې دغه لړۍ له وسلوالو مخالفینو سره جاري وساتل شي. په دې برخه کې کافي کارونه شوي دي.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو تر منځ د زعامت پر سر جگړه تر کومه ځایه د سولې خبرو اترو ته زیان رسولی وویل: «تر کومه ځایه چې د مطبوعاتو یا د روابطو له لارې موږ ته ثابته شوې ده د طالبانو د تحریک ټولې خواوې د افغانستان له دولت سره په مذاکراتو باندې اجماع لري.» عبدالحکیم مجاهد پر زعامت باندې اختلاف د طالبانو داخلي ستونزه بولي.

خو د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي په دې نظر دی چې نه یوازې په تیر کال بلکې د سولي د عالي شورا د جوړیدو راهیسې کوم پرمختګ نه دی شوی. هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «تاسې ته معلومه ده چې د سولي عالي شورا په پنځو کلونو کې ۸۷۲ میلیونه ډالره مصرف کړي دي. خو سربیره پر دې چې سوله نه ده رامنځ ته شوې بلکې جنگ نور هم زیات شوی دی.» هغه زیاتوي چې په لومړي سر کې اشرف غني هیله من وو، خو اوس دغه حالت په یوه بن بست کې دی او نتایج یې ټول منفي دي.

هغه زیاتوي: «واقعیت دا دی چې اصلي مشکل د پاکستان او افغانستان په منځ کې دی. باید افغانستان په دې پوه چې پاکستان له موږه څه غواړي او موږ له هغوی څه غواړو. تر هغه وخته چې دا تعریف نه وي شوی دا یو مشکل دی.» هغه زیاتوي چې د افغانستان جنگ یو استخباراتي جنگ دی، افغاني جنگ دی او منطقوي جنگ دی.

«که اور بل شو، بیا سرحدونه نه پيژني»

د پاکستان او افغانستان د چارو کارپوه او د پاکستان د سنا مجلس پخوانی استازی افراسیاب خټک هم په دې نظر دی چې د مرې غونډي او همداشان د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته سفر او د پاکستاني چارواکو افغانستان ته له سفرونو سره ډیرې هیلې وزیږېدې. هغه زیاتوي: «کله چې په مري کې غونډه وشوه داسې خیال وو چې دوهمه غونډه به هم وشي او په افغانستان کې به جگړه ختمه شي. خو دا وروسته چې کومې پیښې وشوې، نو له دې سره ټولې پروسې ته صدمه ورسیده.»

د ښاغلي خټک په خبره اوس هم کوښښ روان دی، خو زیاته ذمه واري په دې معنی د پاکستان د حکومت ده چې هغوی ژر گامونه واخلي چې د مذاکراتو دوهمه مرحله پیل کړي. هغه زیاتوي که چیرې خبرې اترې و نه شي نو بیا خو دا تباهي ده «او که خداه مه که اور بل شو نو بیا اور خو سرحدونه نه پيژني.»