1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

په تيرو لسو کلنو کي په افغانستان کي څه تير سوي دي

د ٢٠٠١ م کال له دسمبر څخه د ٢٠١١م کال تر دسمبر پوري پوره لس کلونه کيږي. په دغو کلونو کي چي له ١٣٨٠ ش څخه تر ١٣٩٠پوري دي، په افغانستان کي ژور بدلونونه راغلل.

په ۲۰۰۱ميلادي کال کي د افغانستان په اړه د بن لومړی کنفرانس

په ۲۰۰۱ميلادي کال کي د افغانستان په اړه د بن لومړی کنفرانس

تر ټولو لومړنى بدلون دا وو، چي د طالبانو يو ډير کلک نظام چي له هر څه څخه پر يو تش شوي هيواد يې بشپړه احاطه درلوده او امريکا ورته د نړيوال تروريزم د ملاتړ په سترګه کتل، ړنګ شو.

له همدي سره سم افغانانو؛ په تيره بيا په ګاونډيو هيوادو کي مهاجرو افغانانو ته يوه لويه اميدواري پيدا شوه، لکه هماغسي چي اټکل کېدی، هماغسي هم د نړۍ ګڼ شمېر هيوادونو او د هغو په سر کي متحده ايالاتو له افعانستان سره مرستي ته راودانګل.

د بن په کنفرانس کي لومړى د افغانستان لپاره د جلالتماب حامد کرزي په مشري يوه لنډ مهال اداره جوړه شوه، د دغي ادارې د واک پرمهال د ١٣٨٢ کال د غبرګولي په ٢١ يوه بيړنۍ لويه جرګه جوړه شوه، موقتاً د افغانستان د شاهي دورې اساسي قانون په رسميت وپيژندل شو، خو عملاً د يوه نوي اساسي قانون د تصويب له پاره کار پيل شو.

په بن په لومړي کنفرانس کي عزيزالله الکوزی

په بن په لومړي کنفرانس کي عزيزالله الکوزی

په دې توګه په ١٣٨٣ کال کي د افغانستان نوى اساسي قانون نافذ او د تلي پر ١٨ د سرتاسري ټاکنو په ترڅ کې ښاغلی حامد کرزى د هيواد دجمهور رئيس په توګه وټاکل شو.

په حقيقت کي له همدې وروسته د نړيوالي ټولني ټوله پاملرنه په افغانستان کي سياسي پروسې ته متوجه شوه. د درو ګونو قواوو تفکيک، د آزادو مطبوعاتو پيل کول، د آزاد بازار د اقتصاد معرفي، خصوصي کول او د بهرنيو مرستو يو لوى جريان د همدغو کلونو لويي نخښي دي.

د ١٣٨٤ کال په ترڅ کي ملي شورا ته ټاکني وشوې، د دواړو (ولسي او مشرانو) جرګو غړي وټاکل شول او د همدغه کال د ليندۍ په ٢٧ مه د هيواد ملي شورا پرانيستل شوه. له همدې مهال څخه وروسته په اداره کي د فساد او بې کفايتۍ نخښي څرګندي شوې، په امنيتي ځواکونو کي د منطقوي او ژبنيو علايقو اغيزي ژوري او د قانون د تر پښو لاندي کول عام شول، چي ورو ورو د خلکو او دولت ترمنځ فاصله پيدا شوه او په ګاونډيو هيوادو کي غلي شوي طالبان بيرته وپنځېدل او د همدغو ګاونډيو په هڅونه فعال شول.

ورو ورو امنيتي ګواښونه ډيرشول، جنايتکارو ډلو هم خپلي داړي اچول پيل کړل، دولت او ټولني ته د جنايتکارو خطر تر طالبانو هم زيات شو. د بيلګي په توګه دوى د کابل ښار په سړکونو کي په روڼا ورځ د بانکونو له موټرو پيسي وتښتولي، څو تنه ملي سوداګر وتښتول شول، د بهرنيو مؤسساتو کارکوونکي يرغمل شول او د اخلاقي فساد بنسټ ئې کښېښود.

له دغي ناوړي وضعي څخه طالبانو ښه پوره سياسي ګټه اوچته کړه، له دې سره يوځاى که د سياسي پروسې د پخېدو او د ديموکراسۍ د ټولو اړخونو د تطبيق لپاره د بهرنيو مرستو اندازه زياتيدله، همدومره هم د دولت د حاکميت کړۍ ورو ورو محدوديدله.

يو شمير هغه اقتصادي او د بيا رغاوني پروژي چي پيل شوي وې، يا وتړل شوې او يا په ټپه ودرېدې او پرسونل ئې ښاري سيمو ته راغلل، د طالبانو ګواښ دومره زيات شو چي د ښارونو په منځ کي ئې ډير بريالي عمليات وکړل، بالمقابل په افغانستان کي ميشتو بهرنيو نظامي ځواکونو د ناامنيو د اصلي مرکزونو پرځاى د شپي له خوا د ولسي خلکو د کورونو لټولو او هوايي بمباريو ته زور ورکړ، د گڼ شمېر ملکي تلفاتو او د خلکو د عنعناتو برخلاف په کورونو ننوتلو، کليوالي سيمو کي د خلکو غوسه راوپاروله.

د سياسي او امنيتي وضعيت په کړکيچن کيدلو سره د افغانستان دولت څو څو ځله خپل شکايت نړيوالو ته واوراوه، چي د ناامنيو ځاله له افغانستان څخه بهر ده، خو بهرنيو ځواکونو لا هم د هيواد دننه په لريو پرتو کليو يرغلونه جاري وساتل، تر څو چي د امريکي د پخواني جمهور رئيس بوش په منځګړيتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولي جرګه پيل شوه، سره له دې چي د پاکستان د هغه مهال مشر پرويزمشرف په پيل کي نخره وکړه، رانغى خو ډير ژر پرته له دي چي موضوع رسماً څرګنده شي، د بوش په اشاره کابل ته راغئ او په لنډو رسمي تشريفاتو کي ئې برخه واخيستله.

هغه يوه بله څرګنده نخښه چي په دغو لسو کالو کي به تر ډيري مودي د افغانانو په ياد وي، هغه د افغانستان په اړه د ګڼ شمير کنفرانسونو دايريدل او په هر بيلابيل کنفرانس کي د ميليونونو ډالرو مرستو منل ول، چي مهم ئې دا دي:

د ٢٠٠١م کال په دسمبر کي د افغانستان د بيارغاوني او امنيت لپاره مرستي.

د ٢٠٠٢م کال په جنوري کي په توکيو کنفرانس کي د مرستندويه هيوادو له خوا د څلورنيم ميلياردو ډالرو مرستي اعلان.

ولسمشر کرزی د توکيو په کنفرانس کي

ولسمشر کرزی د توکيو په کنفرانس کي

د ٢٠٠٤م کال په اپريل کي په برلين کنفرانس کي د مرستندويه هيوادو له خوا د اته نيم ميلياردو ډالرو مرستي اعلان.

د ٢٠٠٦م کال په فبرورۍ کي په لندن کنفرانس کي د مرستندويه هيوادو له خوا د لس نيم ميلياردو ډالرو مرستي اعلان.

د ٢٠٠٧م کال په جون کي په روم کنفرانس کي د مرستندويه هيوادو له خوا د ٧٣٠ ميليونو ډالرو مرستي اعلان.

د ٢٠٠٨م کال په جون کي په پاريس کنفرانس کي د مرستندويه هيوادو له خوا د ٢١ ميلياردو ډالرو مرستي اعلان.

د ٢٠٠٩م کال په مارچ کي په هاګ کنفرانس کي د افغانستان وضعيت وڅيړل شو او المان ٦٦ ميليونه ډالره مرسته اعلان کړه.

د ٢٠١٠م کال په جنوري کي د لندن دوهم کنفرانس کي د مرستندويه هيوادو له خوا د ٣٣ ميليارده ډالرو مرستي اعلان.

د ٢٠١٠م کال په جولاي کي د کابل کنفرانس، چي په حقيقت کي د لندن د کنفرانس دوام وو او په هغه کي د امنيت د انتقال مقدمات، د يو شمير پروژو لکه د اوسپني د پټلۍ رغاونه او د افغانستان د کانونو استخراج باندي خبري وشوې.

د دغو کنفرانسونو له وعدو پرته د ۲۲،۳ ميليارده ډالرو په ارزښت اضافي مرستي هم شوي دي، چي د هغو د لګول شويو برخو، قبول شويو او ورکړل شويو برخو تحليل په جزئياتو سره دلته امکان نه لري، خو لويه موخه ئې دا وه چي په هيواد کي د بيارغاوني، امنيت او د ديموکراسۍ د تحقق چاري پرمخ ولاړي شي.

همداراز د ١٣٨٤ ش. کال د حوت په مياشت کي د لندن په کنفرانس کي د افغانستان توافقنامه تصويب او د پرمختيا ملي ستراتيژي (ANDS) جوړه شوه. په دغه موده کي افغانستان د سارک د سيمه ييز سازمان غړى شو، د ايکوسازمان په غونډو کي يي فعاله برخه واخيسته او د دغه سازمان يوه غونډه په افغانستان کي جوړه شوه، همدارنکه د شآنګهآى سازمان په غونډو کي د افغانستان فعاله برخه آو يو شمير هيوادونو لکه متحده ايالاتو او هندوستان سره د ستراتيژيکو تړونونو او د عنعنوي لويي جرګې دايرول هم د دغو کلونو څو د يادوني وړ پيښي وې.

په دغو کلونو کي د ارقامو له مخي د ٩ زرو کليومترو په اندازه نوى سړکونه پاخه شوي او د معارف وده، او په هيواد کي د لوړو زده کړو مؤسساتو شمير چي تر ٢٤ رسيدلى او همدغه اندازه د خصوصي لوړو زده کړو، د موسساتو رامنځ ته کيدل او په بهر کي د شاوخوا پينځو زرو مسلکي کدرونو روزل کيدل د يادوني وړ دي، خو لکه هغسي چي توقع کيده چي بايد د ANDSله پاره برنامي او پروګرامونه جوړ شوي واى، او د هيواد اقتصادي زيربينا ايجاد شوې واى، او د داخلي پانګي اچوني د (ايسا) له لاري ئې پراختياموندلي واى، دا هدف ترسره نه شو، همدارنګه لکه هغسي چي د ١٣٨٠ کال د مرغومي لومړۍ د ملي يووالي د ورځي په توګه ښودل شوي وه، د هيواد ملي يووالى تآمين نه شو، راز راز تعصبات وپارول شول، د کوچيانو او د باميانو او غزني د ځايي خلکو ترمنځ شخړي رامنځته او پراخه کړل شوي او د ښځو په وړاندي تاوتريخوالى او د کوکنارو کښت او قاچاق چي په دغه هيواد کي بي سابقي وو، خپل لوړ حد ته ورسيدل.

په هيواد کي د سلګونو ګوندونو او شاوخوا درو سوو آازادو خپروونو فعاليت تر سترګو شو، خو د عامه پوهاوۍ، ملي شعور او د عمومي ذوق د روزني کچه تر بل هر وخته ټيټه ارزيابي شوه. په هيواد کي د ښارونو نا انډولي ودي زيات شمير زراعتي ځمکي او شنه ساحه تر نورو استعمالونو لاندي راوسته، کابل ښار په يوه لومپن ښار بدل شو، د ځنګلونو وهلو او د لرګيو غير قانوني ليږد زياتوالى وموند، د ترافيکي وسايطو ازدحام ډير گڼ شو، پايله يي د چاپيريال بي ساري ککړتيا وه په منځني ډول د يوه کال د رخصتيو ورځي له ٩٤ څخه ١٤٤ ورځو ته لوړي شوي، چي د کارونو په رکود کي يي زياتوالى راووست د بي شميرو ورځو لمانځل د دغي لس کلني دوري يو ه مشخصه وه، خو د پراخ اداري فساد او بي کفايته اداري نظام له امله د خلکو ستونزو او د ملي ارزښتونو خونديتوب ډاډمن نه شو.

سره له دي چي افغانستان په ١٣٨٣ کال کي يو پولي ريفورم ته لاس واچاوه، چي د پيسو په ارزښت کي يي کمښت راوستل شو او نوى بانکنوټ او سکه په چلند کي شوه، او پخوانی انفلاسيون نسبتاً کنترول شو او په اوسط ډول د هري يوې نيمي مياشتي په ترڅ کي په آزاد بازار کي د ميليونونو ډالرو ليلام د بهرنيو اثارو په وړاندي د افغانۍ د تبادلي انډول نسبتاً ثابت وساته، خو دغه ثبات د ملي توليد د کافي حجم او ازرښت د نه ملاتړ له امله کاذب ښکاري. (په ٢٠٠١ کال کي يو ډالر د ٥٠ زرو افغانيو په بدل کي، په ٢٠٠٤ کال کي يو ډالر د ٥٠ افغانيو او ٢٠١١ کال کي يو ډالر په اوسط ډول د ٤٧ افغانيو په وړاندي تبادله کيده) د بيکارۍ کچه نسبتاً لوړه پاتي شوه، ملي ريزرفونه او داخلي امکانات د بشري ځواک، معادنو، روانو اوبو او ځنګلونو او څړځايونو په شمول بي ګټي پاتي دي، خو د اقتصادي پرمختيا او د استخدام د لازمو فرصتونو د ايجاد لپاره څو امکانات په بالقوه ډول رامنځ ته شول، چي هغه دا دي:

د TAPIپروژي د پيل تړون

د چين له هيواد سره د عينکو د مسو د کان د استخراج تړون. دوريښمو د لرغوني لاري بيا احيا اود اورګاډي د پټلۍ د غځولو د پروژي د تحقق ارمان.په يو شمير زراعتي پروژو کي د ګار پيل، د روسيي له خوا د دي ډاډ ورکول چي د پخواني شوروي له خوا د جوړو شويو پروژو بيا رغاونه به کوي. او د محلي تشبثاتو تقويه.

په دي توګه د بن له لومړي کنفرانس څخه تر دوهم پوري خلک لا هم په تمه دي، چي د لومړي بن اشتباهات به جبران شي.

پوهاند محمد بشير دوديال

کتونکی: نجيب الله زيارمل