1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په ترکیې کې په لسهاو افغان کډوالو اعتراض ورکړ

د ترکیې په انقرې ښار کې له دوو اوونیو راهیسې تر ۳۰۰ ډیر افغان پناه غوښتونکي د اعتراض په توگه سره راټول شوي دي. دغه اعتراض کونکي وایي چې د ملگرو ملتونو عالي کمیشنري د هغوی د پناه غوښتنې دوسیې تعلیق کړي دي.

دغه پناه غوښتونکې د ترکیې له بیلابیلو ښارونو څخه انقرې ته راغلي دي ترڅو د هغوی په خبره د افغان کډوالو پر وړاندې د ملگرو ملتونو د عالي کمیشنري د نه پاملرنې پر ضد اعتراض وکړي. پر دې سربیره هغوی نیوکه کوي چې ترکیې ته تازه رسیدونکي افغانان په دې کمیشنري کې د کډوالو په توگه نه ثبتیږي.

یو افغان کډوال وایي چې د ملگرو ملتونو عالي کمیشنري له ۲۰۱۲ کال راهیسې د افغان کډوالو د هغو دوسیې د څیړنې بهیر درولی دی چې غواړي په یوه دریم هیواد کې د پناه په لټه کی شي. دغه کډوال همداراز زیاتوي چې د ۲۰۱۳ کال له اپریل میاشتې راهیسې نوموړې کمنشنرې د هغو افغانانو د نوم لیکنې بهیر هم درولی دی چې تازه ترکیې ته رسیږي او غواړي په یوه دریم هیواد کې پناه تر لاسه کړي.

د دغو افغانانو په خبره له همدې کبله ډیر شمیر افغانان په ترکیې کې بې سرنوشته شوي دي او آن نه شي کولای چې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسي ولري.

د افغانستان د کډوالو د وزارت په حواله اوس مهال په ترکیې کې تر ۱۳ زرو ډیر افغان کډوال ژوند کوي چې د هغوی له ډلې څخه ۱۱ زره یې د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو په عالي کمیشنرۍ یا UNHCR کې ثبت شوي دي. دغو ثبت شویو کسانو ته د ترکیې د دولت له خوا تر هغه وخته پورې چې هغوی په یوه دریم هیواد کې قبلیږي، د اقامت ویزې ورکړل شوي دي. خو اوس هم په ترکیې کې ۲۰۰۰ داسې افغان کډوال ژوند کوي چې نه د UNHCR له خوا ثبت شوي او نه هم په ترکیې کې د اقامت اجازه لري.

د نه خوړلو د اعصاب گواښ

په ترکیې کې د افغان کډوالو همغږی کوونکی محمد علي حکمت، وایي: «دلته ۳۵۰ تنو اعتصاب کړی دی چې په ډله کې ښځې، ماشومان، زاړه، معلولین او معیوبین هم شامل دي.»

هغه زیاته کړه چې څو ورځې مخکې د دغو کسانو له ډلې څخه یو شمیر یې د نه خوړلو اعتصاب وکړ چې د وضعیت د خرابیدو له کبله روغتون ته ولیږدول شول. هغه څرگنده کړه چې اوس د نه خوړلو اعتصاب درول شوی دی، خو گواښ یې وکړ چې کیدای شي بیرته پیل شي: «موږ هیله لرو چې د نوم لیکنې بهیر او د افغانانو پر دوسیو کار بیرته پیل شي. که زموږ غوښتنو ته توجه و نه شي، موږ خپل اعتراض ته دوام ورکوو او کیدای شي چې بیا د نه خوړلو اعتصاب وکړو.»

فاطمه یو له هغو کسانو څخه ده چې په دې اعتراض کې د گډون له پاره له خپلو ماشومانو سره راغلې ده. هغه وایي: «موږ په دې ځای کې په ډیرو بدو شرایطو کې ژوند کوو. نه اوبو، نه ډوډۍ، نه روغتیايي اسانتیاو او نه هم درملو ته لاسرسی لرو. تر هغه وخته پورې چې د ملگرو ملتونو عالي کمیشنرۍ موږ ته یو ځواب نه وي راکړی موږ خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوو.»

نا معلومه برخه لیک

که څه هم اعتراض کوونکي ادعا کوي چې تر اوسه پورې په انقرې کې د افغانستان سفارت د هغوی له حاله ځان نه دی خبر کړی، خو د افغانستان د کډوالو وزارت بیا وایي چې د همدې سفارت له لارې یې د دغو کډوالو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.

د کډوالو د وزارت ویاند اسلام الدین جرئت، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د ترکیې د قانون او د قبلوونکو هیوادونو د شرایطو بدلیدو د ملگرو ملتونو د عالي کمیشنري پر کار باندې منفې اغیزه اچولې ده. جرئت زیاته کړه چې په ترکیې کې افغان کډوال په هغو هیوادونو کې د قوانینو د بدلیدو قرباني شوي دي چې کډوال مني.

دجرئت په خبره له ۲۰۱۲ کال راهیسې استرالیا، امریکا متحده ایالات او یو شمیر اروپايي هیوادونه د کډوالو د منلو په برخه کې د سوریې او عراق وگړو ته لومړیتوب ورکوي او د افغانستان، پاکستان او ایران کډال بیا په دویم کتار کې راوړي. جرائت وویل: «موږ له ملگرو ملتونو څخه غوښتي دي چې اوس مهال دغو کډوالو ته توضیحات ورکړي. پر دې سربیره موږ له هغوی څخه غوښتي چې داسې تدابیر هم ونیسي چې له مخې یې د دغو کډوالو ستونزو ته رسیده گي وشي.»

لا تراوسه پورې د ترکیې حکومت د دې موضوع په اړه څه نه دي ویلي خو د افغانستان د کډوالو وزارت وایي چې ترکیې تر اوسه پورې د ژنیو د ۱۹۵۱ کال د منشور نه دي لاسلیک کړي او له همدې کبله د دریم هیواد د کډوالو نوم لیکنې ته اړ نه دی.

DW.COM