1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په تايلند کي مظاهره کوونکي پوځي قرارګاه ته ور ننوتلي

په بنکاک کي د دولت نزدې زر تنه مخالفين د دغه هيواد د پوځ د عمومي قرارګا تر اوسپنيزي کټارو ور اوښتي دي. دوی له پوځ څخه د ملاتړ غوښتنه کوي. د حکومت کوونکي ګوند د مقر مخي ته بيا مظاهرې سوي دي.

د تايلند پوځ د عمومي قرارګا سيمي ته ور اوښتي يوه مظاهره کوونکي وويل: «موږ غواړو پوه سو چي پوځ د چا پلوي کوي.» اعتراض کوونکو له عسکرو څخه غوښتل چي د دولت پرضد په مبارزه کي د دوی پلوي وکړي.

د پوځ يوې وياندي دا خبره تاييد کړې ده چي مظاهره کوونکي د قرارګا سيمي ته ور ننوتلي دي. د تايلند د پوځ مشر د پيښي پرمهال په قرارګا کي وو خو هلته پاته نه سو.

تر ډيره سوله ييز اعتراض

اعراض کوونکو د پوځ د عمومي قرارګاه په دنننۍ سيمه کي بيرغونه په لاس کي او کوښښ يې کاوه چي د پوځ پاملرنه ځان ته راواړوي تر څو د دوی ملاتړ وکړي.

د پوځ په عمومي قرارګاه ورننوتي مظاهره کووکي

د پوځ په عمومي قرارګاه ورننوتي مظاهره کووکي

نزدې ۳۰۰۰ نور مظاهره کوونکي د واکمن ګوند د مرکرزي دفتر مختي راټول سوي او د لومړۍ وزيري ينګلک شيناواترا د استعفا غوښتنه کوي. خو ينګلک دغه غوښتنه رد کړې ده.

د لومړۍ وزيري حکومت پر پوليسو باندي ږغ کړی دی چي د مظاهره کوونکو مخنيوی وکړي. د تايلند د حکومت مشري د پنجشنې په ورځ لکه څرنګه چي تمه يې کېده يو ډېر خراب حالت تير کړ.

آيا هغه «يوه لاس پوڅې» ده؟

د حکومت مخالفين پر ينګلک باندي د اداري فساد تور لګوي او وايي چي هغه یوازي د خپل تبعيد سوي ورور يا پخواني لومړي وزير تاکسين شيناواترا د «حکومت ساتونکې» ده.

ډېر شتمن پخوانی لومړی وزير تاکسين شيناواترا په ۲۰۰۶ کال کي د تايلند د سلطنتي پوځ له خوا را وپرځول سو او بيا وروسته په فساد محکوم سو.

په تايلند کي له هغه وروسته د دغه هیواد وګړو اعتراضونه پيل کړل چي لومړۍ وزيري د عمومي عفو قانون مسوده د تصويب له پاره پارلمان ته وړاندي کړه. له دغه قانون څخه په تبعيد کي د هغې ورو تاکسين شيناواترا هم برخه من کېدلای سوای.

له اوونيو راهيسي د دغه هيواد په پلازمېنه بنکاک کي د حکومت پرضد لاريونونه روان دي. اعتراض کووکو تر اوسه پوري څو وزارتونه کلابند کړي ول. د پنجشنبې په ورځ د پوليسو په مرسته دغه وزارتونه له کلابندۍ څخه خلاص سول.