1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

په تاجيکستان کې د ممکنه بریدونو خبرداری

په تاجيکستان کې د امریکا سفارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره په دغه هیواد کې د ممکنه بریدونو خبردرای ورکړی. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د معلوماتو پر اساس کیدای شي ترهرګر عامه ځایونه او یا ځینې غونډې تر برید لاندې راولي.

د پنجشبنې په ورځ د تاجيکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د امریکا متحدو ایالاتو سفارت ويلي دي چې دوی د مرکزي آسیا په دغه هیواد کې پر سترو غوڼدو باندې د ممکنه بریدونو ترسره کولو معلومات ترلاسه کړي دي.

د امریکا سفارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې پرته له دې چې د کومې ډلې نوم واخلي ویلي دي چې «ترهګرې ډلې» ښايي دغه بریدونه ترسره کړي. په اعلامیه همدا راز په تاجيکستان کې له میشتو امریکایانو غوښتل شوي چې د ګڼه ګوڼې ځایونو ته له ورتګه ډډه وکړي او د عامه ترانسپوت له خدمتونو کار وا نه خلي.

دغه بې وزله هیواد چې زیاتره اوسیدونکي یې مسلمانان دي، کله نا کله د افغانستان پولي ته څیرمه د نشيي توکو له قاچاق وړونکو سره د جګړو رپوټونه ورکول کیږي.

د شوروي اتحاد دغه پخوانی هيواد غواړي چې د نوامبر میاشتې ۱۶ نیټه د ولسمشر د ورځې په توګه ولمانځي او د دې کار له پاره یې په پارکونو او نورو عامه ځایونو کې د پروګرامونو په جوړولو پیل کړی دی.

ولسمشر امام علي رحمانوف د ۱۹۹۲م کال راهیسې د دغه هیواد واګې په لاس کې لري او د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر میاشت کې امنیتي چارواکو غوښتل چې د کودتاه په ترسره کولو سره د هغه حکومت را وپرزوي.

د دغې ناکامه کودتا تر هڅې وروسته د تاجيکستان حکومت د یوه اسلامپاله ګوند پر فعالیت بندیز وضع کړ. دغه گوند یو وخت د حکومت اصلي اپوزیسیون وو.

نور مطالب:

DW.COM