1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په بهر کې د آلماني عسکرو لگښت څه کم 911 ميليونه ايرو ته رسيږی

د آلمان د دفاع وزارت د يو رپوټ په اساس د آلماني عسکروکالنئ لگښت په بهرنيو هېوادونو کې تېر کال څه کم 911 ميليونه ايرو شوی دی.

د آلمان څخه د باندي جرمني عسکر

د آلمان څخه د باندي جرمني عسکر

دغه خبر يوې آلماني ژبې ورځپانې بيلد ام زونتاگ پرون کړی ده. تر ټو لو زيات لگښت په افغانستان کې د آلماني عسکرو دی. د ايساف عسکرو لپاره تېر کال 466,9 ميليونه او د تورنادو الوتکو لپاره 48,4 يليونه ايرو لگيدلی دی.

د دې لپاره چې آلماني عسکر په امن کې کار او ژوند وکړی شی، په 127,3 ميليونه ايرو نوې عسکري تجهېزات اخيستل شوي دي.