1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په بنکاک کي داور وژلو او پاکولو کارونه شروع سويدي

اطفاييه کوښښ کوي ،چي اورونه بيا هم مړه کي ، ځکه د ځينو مارکيټو په لوړو منزلو کښي اوس لا هم اورونه بل دي . د اور وژلو کارونه کرارکرار پر مخ ځي ، ځکه چي اوس هم د اطفاييې د کارکونکو دپاره د سوځيدو خطر موجود دی

default

پرون لا هم ژغورونکې عمله د پټو سوو کسانو لخوا تر حملې لاندي راغلل ، او فيرونه پر وسول .

د ورځپاڼو د معلوماتو پر اساس عسکرو د فور سِيزنس په هوټل کښي چاوديدونکي مواد پيدا کړل ، چه د چاوديدوپه صورت کښي کيدای سواي ، د هغه ټول تعمير نړيدلی وای . دغه هوټل د هفتو هفتو راهيسي ددولت د مخالفينو په لاس کښي ؤ .

پوليسو پرون وسلې ، مينونه او چاوديدونکي مواد ښکاره کړل ، چي ددوی په وينا د سور کميسو په مرکزي ساحه د راجا پراسونگ په څلور لاري کښي يې پيدا کړي دي . په هغو کښي لاسي بمونه ، ماشينداران او تفنگچې شاملي وې . د پوليسو د خاصو عملياتو وياندي پورنټيپ رويانا سونان په دې اړه وويل ،

«امنيتي قواوو په ډيره پيمانه سره د چاوديدونکو موادو پرزې پيداکړي دي ، چي په هغه کښي د بمانو او نارنجکانو د جوړولو پرزې او مواد شامل دي . موږ هغه ځای هم پيداکی ، چه هلته دغه چاوديدونکي مواد جوړيدل . »

Unruhe und Gewalt in Thailand

پدې منځ کښي د سور کميسو پر ډيرو رهبرانو چي تر 7 تنو اضافه يې پوليسو نيولي دي ، د ترهگرۍ تورونه لگيدلي دي . که چيري پر دوی باندي دغه تورونه ثابت سي ، نو د مرگ د جزأ سره به مخامخ سي .

حکومتي وياند پانيتان واتنياگورن د راجاپراسونگ په څلور لاري کښي د سور کميسو د اعتراضونو ويديوگاني ښکاره کړې . په ويديو کښي ښکاري چي د نورو تر څنگ ناټا وُټ سايکووا خلگ تشدداو د زور استعمال ته رادعوتوي . په ويديو کښي راغلي دي ،

«که دوي يو څوک بندي کوي ، بيا دي نو ما بندي کي . که حکومت زموږ اعتراضونه په زور سره منحلوي ، بيا به نو هر څه وسوځي . »

يوازي د بنکاک د ښارپه منځ کښي تقريبأ 40 تعميرونه سوځل سوي دي . د هغو په جمله کښي ډير لوکس مارکيټونه شامل دي ، چي 4 يې کاملأ نړيدلي دي، او بايد ايسته سي . په دغو څو مياشتو کښي په مليارډو تاوانونه رسيدلي دي . حکومتي وياند پانيتان وويل چي حکومت ددونه ډيرو تاوانو اټکل نه ؤ کړی .

د مخالفينو رهبرانو په دې منځ کښي د ټولو سور کميسو څخه غوښتي دي ، چي نور د تشدد او زور څخه لاس واخلي ، اورونه وانه چوي ، او مالي تاوانونه ونه رسوي .

د بلي خوا د تايلنډ د شمال او شمال شرق په ولايتو کښي هم په متفرقه ډول پر عامه ودانيو باندي حملې کيږي، او د امنيتي قواوو او مخالفينو تر منځ اخووډب رامنځته کيږي .

بوروفسکا/ محمد قاسم نوري

کتونکي : عارف وردگ

DW.COM