1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په بلخ کي ۸۰۰۰۰ کسان په مخدره موادو اخته دي

چارواکي وايي چې په بلخ ولایت کې په مخدره توکو د روږدو کسانو شمیر ۸۰۰۰۰ زره تنو ته رسیدلی دئ‎. دغه چارواکي زیاتوي چي وروستۍ شمیرې ښيي چي په ټول افغانستان کي شاوخوا یو میلیون معتادان شته.

په افغانستان کی د کولمبو پلان د دفتر مسئول شمس السلام، په مزارشریف ښار کې یوې غونډې ته وویل چې په بلخ ولایت کې شاوخوا ۸۰۰۰۰ معتاد وگړي موجود دي. د هغه په خبره د دې کسانو په ډله کې ځوانان، ماشومان او میرمنې هم شاملې دي.

نوموړي زیاته کړه چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د معتادو کسانو د شمیر د معلومولو له پاره دوه ځله سروې ترسره شوې ده. د هغه په خبره ورستۍ سروې ښيي چې په دغه هیواد کې د معتادو کسانو شمیر یو ملیون کسانو ته رسیدلی دئ.

په همدې حال کې روغتیایي مسئولین هم د معتادو کسانو دغه شمیر د اندیښنې وړ بولي او وایي چې په افغانستان کې د دې ټولو کسانو درملنه يو ډیر ستونزمن کار دئ. د عامې روغتیار وزرات پلاوی ډاکتر غوث الدین ضیایی وایي: «افغانستان اوس مهال یوازې د یوه سلنه معتادو کسانو د درملنې توان لري. په داسې یوه بېوزله هیواد کې د یو میلیون معتادو وگړو درملنه ناشونې ده.»

د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وایي چې د ترسره شوې سروې له مخې سږ کال د افغانستان په لس زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي ول چې اته زره هکتاره ئې د مخدره توکو پرضد د کمپاینونو په ترڅ کې له منځه ولاړل.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو سازمانونو د راپوټونو پر بنسټ د افغانستان د مخدره توکو له کښت او تولید څخه نړیوالې مافیایي کړۍ هر کال ۷۰ ملیارده ډالر لاس ته راوړي. له دغو پیسو څخه یوازې پنځه سلنه ئې د افغانستان کرونگرو او د مخدره توکو قاچاقچیانو ته رسیږي.

عبدالحمید صافی
کتونکی: مسعود جهش