1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په بلخ کي ځانمرگي بريد درې عسکر وژلي

افغان چارواکي وايي چي په بلخ ولايت کي د ملي اردو د پرسونل پر يوه موټر باندي په ځانمرگي بريد کي درې عسکرو وژل سوي دي. د دغه يرغل مسئوليت وسله والو طالبانو منلی دئ.

د بلخ د والي وياند منير احمد فرهاد، رسنيو ته ويلي دي چي د دوشنبې په ورځ سهار يوه ځانمرگي د دغه ولايت په دهدادي ولسوالۍ کي د ملي اردو د پرسونل موټر خپل هدف وگرځاوه.

هغه ويلي دي چي په دغه بريد کي د ملي اردو درې عسکر وژل سوي او ۱۸ نور ټپيان سوي دي.

د بلخ ولايت چارواکو زياته کړې ده چي وژل سوي او ټپيان سوي ټول د ۲۰۹ شاهين قول اردو افسران دي او ملکي کسان پکښې نه سته.

د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يوه لېږل سوي ايميل کي د دغي پيښي مسئوليت منلی دئ.

د افغان امنيتي چارواکو په حواله په يوه بله پېښه کي بيا په ننگرهار ولايت کي د جمهوري رياست د گارد يو غړی ناپېژندل سوو کسانو ويشتلي او وژلی دئ.

د ننگرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي، ويلي دي چي پر دغه کس باندي په خپل کور کي يرغل سوی او وژل سوی دئ. هغه ويلي دي چي د دغه کس مور ټپي سوې ده.

خوږياڼي ويلي دي: «د پوليسو پلټني رواني دي چي وښيي د دغي پيښي تر شا د چا لاس دئ.»